د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

پامپیو: له طالبانو سره د سولې له خبرو په منظم ډول افغان ولسمشر خبروو


د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له طالبانو سره د سولې له خبرو په منظم ډول د افغانستان ولسمشر خبروي.

مایک پامپیو واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې دا خبرې یو مخ له حقیقته لېرې دي چې ښاغلی غني د سولې له خبرو اړخ ته پاتې شوی دی.

په دې اړه د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې دا نوې خبره نه ده، خو د سولې د خبرو په اړه د حکومت دریځ همهغه پخوانی دریځ دی چې پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ده وویل:

"هغه څه چې د افغانستان حکومت او خلکو ته مهم دي او د سولې د مشورتي جرګې په ترڅ کې هم په پرېکړه لیک کې یاد شول، دا دي چې د سولې په بهیر کې باید اخر بین الافغاني خبرې وشي او تر ټولو مهمه دا چې د خبرو مالکیت د افغانستان د حکومت وي او دا خبرې په مستقیم ډول د حکومت او طالبانو ترمنځ وشي."

بل لور ته د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزیل پر ټوېټر د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی.\

له ښاغلي پوتزیل سره په جرمني کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې کړي دي.

خلیلزاد پرون پر ټوېټر ولیکل چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو یې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هیکیر او د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس سره هم د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

خلیلزاد څرګندوي چې په دې خبرو کې ډېر تمرکز پر بین الافغاني خبرو وشو.

خلیلزاد تر دې مخکې شپږ ځله له طالبانو سره خبرې کړي، خو تر اوسه په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کتونکي دا اندېښنه لري چې افغان حکومت د واشنګټن او طالبانو له خبرو لېرې پاتې شوی دی.

له دې ډلې حاجي سید داود ازادي راډيو ته وویل چې کابل اوس د همدې لپاره اسلام اباد ته مخ اړولی.

دی زیاتوي:

"دا ډېره ګرانه ده چې په قطر کې دې خلیلزاد کېني او ټولې خبرې دې له هغه ځایه حل او فصل کړي او هغه دې دلته په کابل کې خلکو ته د منلو وي او تر یوه حده چې زه فکر کوم، د افغانستان حکومت په جریان کې نه دی که په جریان کې وای، نو په دې اخره کې پاکستان ته د حمد الله محب تګ یا د پاکستان دعوت له ډاکتر اشرف غني په دغه ترتیب سره نه کېده، معلومېږي چې دا مسایل په ډېر ابتدایي حالت کې دي او فکر کوم چې تراوسه پاکستانیانو هم له امریکایانو سره مرسته نه ده کړې."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مخکې تر دې چې جرمني ته ولاړ شي، په اسلام اباد کې و.

خلیلزاد هڅه کوي چې اسلام اباد طالبان بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو واشنګتن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دې سربېره چې طالبان ټینګار کوي چې له اشرف غني او د هغه له حکومت سره خبرې نه کوي، بیا هم په کابل کې د متحده ایالتو سفیر جان بس چې له زلمي خلیلزاد سره همکار دی، په متواتر شکل له ولسمشر غني سره په ارتباط کې دی او د دې لپاره چې د افغانستان جګړه اوږده شوې ده، د سولې هلې ځلې هم وخت غواړي، خو په دې خبرو کې پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG