د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو ۸۸۷ بندیان ازادېږي


ارشیف، د پلچرخي بندیان
ارشیف، د پلچرخي بندیان

د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ سوه بندیان ازادېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت پيغام کې وویل چې دغه پرېکړه د ولس د غوښتنې او اختر په مناسبت شوې ده: "د افغانستان ولس دې خبر وي چې ۸۸۷ بندیان د اختر په احترام او د ولس د غوښتنې پر بنسټ له زندانه خلاصېږي."

ولسمشر دا شان وویل چې تېره شپه یې روژه ماتی په څرخي زندان کې له بندیانو سره کړې او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي دي.

XS
SM
MD
LG