د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

پامپیو: امریکا له ایران سره له کوم مخکني شرط پرته خبرو ته چمتو ده


مایک پامپیو له خپل سویسي سیال ایګنازو کاسیس سره د لیدو پرمهال
مایک پامپیو له خپل سویسي سیال ایګنازو کاسیس سره د لیدو پرمهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې حاضر دی چې له کوم مخکني شرط پرته له ایران سره خبرې وکړي.

په داسي حال کې چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مخکني شرط پرته له ایران سره د خبرو په اړه څرګندونې کړي دي.

مایک پامپیو د یکشنبې په ورځ د سویس په جنوبي ښار بیلینزونا کې له خپل سویسي سیال ایګنازو کاسیس سره د لیدو پرمهال په دې اړه خبرې وکړې.

ښاغلي پامپیو زیاته کړه :

"موږ له مخکني شرط پرته له هغوی سره خبرو ته چمتو یوو، له هغوی سره کېناستلو ته اماده یوو، خو د ایران اسلامي جمهوریت او سپاه پاسداران د تخریبي فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره به د امریکا هڅې دوام ولري."

د واشنګټن او امریکا ترمنځ اړیکې وروسته له هغه خرابې شوې چې یو کال وړاندې د امریکا متحده ایالات د ایران له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ.

امریکا تر هغه راوروسته پر ایران بندیزونه له سره پیل کړل او د تهران پر وړاندې یې له تندې لهجې کار واخیست.

په عین وخت کې واشنګټن په منځني ختیځ کې د تهران له لوري د ګواښ د ډېرېدو په پلمه په سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړ.

د امریکا متحده ایالات ایران په منځني ختیځ کې د تندلارو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو تهران دا تورونه ردوي.

د ایران او امریکا چارواکو ویلي چې د جګړې په لټه کې نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې وروستیو کې له ایران سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې او د مې په دېرشمه نېټه یې خبریالانو ته وویل چې که ایرانیان وغواړي چې خبرې وکړي، امریکا هم دې کار ته چمتو ده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې بیا له امریکا سره خبرې کول رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د اوسنۍ ادارې سره خبرې کول به زهرجنې وي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ د جون په لومړۍ نېټه وویل، که واشنګټن له خپل لوري درناوی وښیي، تهران به احتمالاً خبرې وکړي، خو زیاته یې کړه چې ایران په فشار مذاکراتو ته نه راوستل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د یکشنبې په ورځ له اې بې سي ټلویزیون سره د خبرو پر مهال ویلي چې په دې نېږدې وختونو کې له امریکا سره د خبرو احتمال نشته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

نوموړي وویل، ولسمشر ټرمپ فشار راوړي او ګواښ دده په خبره پر ایران کار نه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې درناوی به ګټور تمام شي.

د سویس د بهرنیو چارو وزیر پرون له مایک پامپیو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې هېواد یې خوښ دی چې د منځګړي په توګه نه، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو زمینه برابروونکي په توګه کار وکړي.

نوموړي ویلي، د دې کار لپاره اړتیا ده چې دواړه هېوادونه له سویسه دا غوښتنه وکړي، څو دا رول ولوبوي .

هغه دا ونه ویل چې تر اوسه دا ډول غوښتنه ترې شوې که نه .

د ویلو ده چې سویس په ایران کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي.

XS
SM
MD
LG