د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

عربستان: ایران باید د نړیوالو اصولو منلو ته تر فشار لاندې شي


د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمشریزې ناسته
د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمشریزې ناسته

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د اسلامي همکاریو د سازمان سرمشریزې ایران ته یو جدي پیغام درلود چې دا ډول کړنې یې د نړۍ لپاره د منلو نه دي.

په مکې ښار کې د جون د لومړۍ نېټې غونډه پر ایران متمرکزه وه .

د سرمشریزې ګډونوالو تر ډېره د عربي متحده اماراتو په سواحلو کې د تېلو پر ټانکرونو وروستۍ حملې او د سعودي پر نفتي تاسیساتو پر ډرون برید خبرې وکړې.

ایران په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن شوی، خو تهران دا تورونه ردوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مکې غونډې هغو کسانو ته پیغام درلود چې غواړي نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړي.

جبیر زیاته کړه، هغوی چې نیت یې درلود چې خلیج، عربي او نور اسلامي هېوادونه په خپلو کړنو سبوتاژ کړي، واضح پیغام واخیست چې کړنې یې د نړۍ لپاره د منلو نه دي.

ده وویل:

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

"فکر کوم، نړۍ دې پایلې ته رسېدلې او د نړیوالو قوانینو سره سم پر ایران د فشارونو په اهمیت پوه شوې، څو هغه هېواد تر یوه انقلاب د یوه هېواد په څېر چلند وکړي، باید د انقلاب د صادرولو اصول چې په اساسي قانون کې یې ځای لري، یوې خواته پرېږدي، د نورو هېوادونو ملي حاکمیت په رسمیت وپېژني او د نړیوالو قوانینو مطابق ژوند وکړي."
د سعودي عربستان د شنبې د ورځي څرګندونې داسې مهال کېږي چې په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني له امریکا سره د خبرو احتمال ته اشاره کړې ده.

د فارس نیمه رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر روحاني د جون پر لومړۍ نېټه دې ته اشاره کړې چې که د امریکا متحده ایالات درناوی وښیې، تهران هم ښایې د خبرو غوښتونکی شي.

د روحاني په خبره، ایران به د خبرو لپاره ترفشار لاندې نه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي او که تهران د خبرو غوښتنه وکړي، د امریکا متحده ایالات هم خبرې کول غواړي.

د ایران ولسمشر د دې څرګندونو په غبرګون کې تېره ورځ وویل، د ده د هېواد دښمن چې پروسږکال یې غوښتل اسلامي جمهوري رژیم ړنګ کړي، نن وایي چې له نظام سره یې کار نه لري.

سعودي عربستان چې د امریکا یو عمده متحد دی، د ایران یو سیمه ییز رقیب بلل کېږي.

دواړه هېوادونو وروسته له هغه خپلې اړیکې پرې کړې چې پنځه کاله دمخه په تهران او مشهد کې د سعودي ډیپلوماتیکي ودانۍ تر برید لاندې راغلې او په نتیجه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجې لا ډېرې شوې.

XS
SM
MD
LG