د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۰

ولسمشر غني د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه تازه امر کړی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي چارواکو ته امر کړی چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې ژر تر ژره لازم اقدامات ترسره کړي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني پرون دوشنبه په دې اړه له چارواکو سره خبرې وکړې.

د طالبانو په بریدونو او د افغان حکومت په هوايي بمباریو کې زیاتېدونکو مرګ ژوبلو عام افغانان اندېښمن کړي دي.

د قدرت الله په نوم د کابل یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"ملکي تلفات وي او که نظامي تلفات وي، دواړو خواوو ته موږ دردېږو، که د طالبانو خوا ته څوک وژل کېږي هم افغان دی او که دې خوا څوک مري هم افغان دی."

په یوې تازه پېښه کې د دوشنبې په ورځ د وسله والو له خوا په کابل کې یوې چاودنې د دوو ښځو په شمول د حج او اوقافو د وزارت لس کارکوونکي ټپیان شول.

څلور ورځې مخکې د ننګرهار د شېرزادو په ولسوالۍ کې د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې د درې ماشومانو په شمول پنځه ملکیان ووژل شول.

چارواکو ومنله چې افغان سرتېرو په تېروتنې د ولسي خلکو پر یو موټر ډزې کړي.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ولسي خلکو پر زیاتېدونکې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې.

په افغانستان کې د دې سازمان مرستندویه ماموریت یوناما د شنبې په ورځ د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو یو وار بیا وغوښتل چې د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG