د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۶

په لومړي ځل نیم کیلو د مارانو زهر له افغانستانه بهر ته صادرېږي


ارشیف، د اوبو مار

ټاکل شوې چې په لومړي ځل نیم کیلو د مارانو زهر له افغانستانه بهر ته صادر شي.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیه امر عزیز احمد یارمند نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه اندازه زهر په دغه ولایت کې د مارانو او لړمانو له یوه فارم څخه ترلاسه شوي دي.

دی وایي:

"په دغه فارم کې له څلور زور زیات ماران او لړمان شته او لابراتوار هم لري، دوه کاله کېږي چې دوی فعالیت کوي، د دغه فارم لومړنۍ محموله نیم کیلو زهر دي چې موږ تائید کړي دي."

نوموړي وویل چې که دغه اندازه زهر امریکا ته په مستقیم ډول صادر شي، یو کیلو به‌یې په ۱۰ میلیونه ډالره وپلورل شي.

د یادونې ده چې په بهرنیو هېوادونو کې د مارانو او لړمانو له زهرو د درملو د جوړولو لپاره کار اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG