دولتي ادارو او ریاستونو ته د مامورینو او کارکوونکو په وخت نه راتګ او بیا وختي تلل هغه ستونزه ده چې د غزني اوسېدونکي ورڅخه شکایت لري.
له جملې څخه اسلام الدین او نور احمد ازادي راډیو ته وویل:
"د دغه کوتاهي له امله یې کارونه پر وخت نه خلاصېږي، نو موږ د غزني له محلي ادارې او مرکزي دولته غوښتنه کوو چې پر رئیسانو او نورو دولتي مامورینو فشار راوړي، څو په خپله دنده کې له غفلت کولو څخه لاس واخلي."
دولتي چارواکي هم مني چې دغه غفلت روان دی.
په غزني کې د اصلاحات اداري رئیس صفیح الله سلطاني پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا په غزني کې غټ مشکل دی، خو هڅې یې پیل کړي چې د دغه کار مخنیوی وکړي."
د ولایت ویاند محمد عارف نوري هم پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا ستونزه روانه ده، خو خلک دې هغه ریاستونه او یا هم د ریاستونو ماموریو په خلاف خپله ستونزه له ولایت مقام سره شریکه کړي چې پهدې برخه کې ورڅخه شکایت لري."
دا هغه مشکل دی چې ویل کېږي د ټول افغانستان خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، خو په غزني کې زیات بلل کیږي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر، غزني
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ: