د افغانستان د مشرانو جرګې مشر وایي، چمتو دی چې هره هغه پوښتنه ځواب کړي چې د دلاور په نوم د نیول شوي کس د قضیې په ارتباط ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزات ویلي چې حاجي دلاور چې پخوا د مشرانو جرګې سلاکار و، له ترورېزم سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.
پهدې وروستیو کې په رسنیو په تېره بیا ټولنیزو رسنیو کې د دلاور او مسلمیار ترمنځ د اړیکو او پهدې برخه کې د دوی ترمنځ د همکارۍ مسئله ډېره مطرح شوې ده.
د ازادي راډیو خبریال رضوان مراد د موضوع د سپیناوي لپاره له ښاغلي مسلمیار سره مرکه کړې ده.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: