د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۵

د "م.م" یوه محکمه: روسیه دې ژر تر ژره ۲۴ اوکرایني ماڼوګان او ۳ بېړۍ خوشې کړي


آرشیف/ په روسیه کې نیول شوي ۲۴ اوکرایني ماڼوګان/Source: Mikhail Japaridze (TASS)

د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو محکمې ویلي چې د روسيې حکومت باید ژر تر ژره هغه ۲۴ اوکرایني ماڼوګان او درې بېړۍ خوشې کړي چې د تېرکال په نوومبر کې یې نیولي دي.

دا محکمه د جرمني په هامبرګ ښار کې ده.

د نړیوالو سمندري قوانینو ځانګړې محکمې پرون د مې په ۲۵مه، دا حکم صادر کړ.

دې محکمې ته د اوکراین حکومت د روسيې پرضد عرض کړی و. د محکمې له شلو قاضیانو ۱۹ د دې حکم په ملاتړ کې رایه ورکړې ده.

د محکمې مشر جین هیون پایک پرون د شنبې په ورځ وویل چې قاضیانو پرېکړه کړې چې روسیه ژر تر ژره د اوکراین بېړۍ ور وسپاري او ماڼوګانوته هم اجازه ورکړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

جین هیون پایک زیاته کړه:

"په ۱۹ موافقو او یوه مخالفه رايه، د روسیې له فدراسیونه غوښتنه کېږي چې به بیړه د اوکراین بېړۍ او ۲۴ ماڼو ګان خوشې کړي او اجازه ورکړي چې اوکراین ته ستانه شي."

د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو د محکمې د حکم عملي کول الزامي دي.

محکمې روسیې او اوکراین ته د جون تر ۲۵مې وخت ورکړی چې د حکم د عملي کولو رپوټ ورکړي.

ارشیف، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي, May 20, 2019
ارشیف، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي, May 20, 2019

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې روسیه د محکمې د حکم په عملي کولو له اوکراین سره د کړکېچ حل ته د تیارۍ اشاره ورکولای شي.

زلنسکي پرون د شنبې په ورځ پر فسبوک وویل:

"که روسیه دا حکم عملي کړي، څرګنده به کړي چې په حقیقي ډول تیاره ده چې له اوکراین سره بحران پای ته ورسوي."

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د سمندري اصولو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون په‌دې ځانګړي مورد کې د عملي کېدو وړ نه‌دي.

روسیې د ۲۰۱۸ میلادي کال په نوومبر میاشت کې د کرچ پر ابنا جوړ شوي پله ته نېږدې د اوکراین ۲۴ ماڼوګان او درې بېړۍ ونیولې.

د کرچ پُل د روسيې خاوره پر تور سمندرګي له پرتې ټاپو وزمې، کرېمیا سره نښلوي.

آرشیف/ په کیف کې د روسیې سفارت
آرشیف/ په کیف کې د روسیې سفارت

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرېمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

له هغه راهیسې، د اوکراین او روسیې په اړیکو کې کړکېچ روان دی.

د اوکراین په خاوره کې له بېلتون غوښتونکو سره چې د کیف پرضد جنګېږي د روسیې د سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ له امله هم د دواړو هېوادونو اړیکې تر هر بل وخت ډېر خراب شوي دي، خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG