د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو افغانانو غواړي چې د کرکټ د بریا په صورت کې دې له هوايي ډزو ډډه وکړي.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د هوايي ډزو له امله ترلاسه شوې خوشحالۍ نه باید په لوی لاس په غم واړول شي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې تېره شپه افغان لوبډلې له پاکستانه د کرکټ تمریناتي لوبه وګټله چې د خوشحالۍ د هوايي ډزو له امله یو شمېر افغانان ټپیان شول.
له ښاغلي هوتک سره رحمت الله افغان مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ: