د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

په اندونیزیا کې د ولسمشرۍ ترسره شوې ټاکنې لانجمنې شوي


د انځور چپ لوري ته د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او ښي لوري ته د دغه هېواد ولسمشرۍ ته کاندید پخوانی متقاعد جنرال پرابوو سوبیانټو
د انځور چپ لوري ته د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او ښي لوري ته د دغه هېواد ولسمشرۍ ته کاندید پخوانی متقاعد جنرال پرابوو سوبیانټو

په اندونیزیا کې د اپرېل په ۱۷مه نېټه ترسره شوي ولسمشریز انتخابات لانجمن شوي دي.

اندونیزیا د نړۍ درېيمه لویه ډموکراسي بلل کېږي، دغلته د اپرېل په ۱۷مه نېټه ولسمشر جوکو ویدودو د پخواني متقاعد جنرال پرابوو سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مخامخ و.

د تېرې سې شنبې په ورځ د اندونیزیا د انتخاباتو کمېسيون اعلان وکړ چې جوکو ویدودو دا انتخابات په سلو کې د پنځه پنځوس اعشاریه پنځو رأیو په ترلاسه کولو ګټلي دي.

د نوموړي سیال پرابوو سوبیانټو ته په سلو کې څلور څلوېښت اعشاریه پنځه رأیې حساب شوې دي.

تر دې مخکې دغلته د انتخاباتو د څار ادارې ویلي وو، په انتخاباتو کې دسېستماتیکې درغلۍ اسناد او شواهد نه شته، همدارنګه خپلواکو څارونکو هم ویلي چې دا انتخاب ازاد او عادلانه وو.

خو د ماتې خوړلي کاندید پرابوو سوبیانټو یوه وکیل بمبنګ ویډجوجانټو د جمعې په ورځ د اساسي قانون محکمې ته د یوې پنډې دوسیې د سپارلو پر مهال وویل:

"هیله ده چې دا به د قانون پر حاکمیت د ولاړ یو ولسواک ملت د اثبات یوه برخه وي."

نوموړي زیاته کړې چې د اساسي قانون محکمه به د دې ټولې پروسې یوه مهمه برخه وي.

کله چې د اندونیزیا د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په دې اوونۍ کې نتایج اعلان کړل، پرابوو سوبیانټو خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه چې په انتخاباتو کې د ولسمشر ویدودو په پلوۍ پراخې درغلۍ شوې دي.

له دې سره د نوموړي زرګونو پلویانو د پلازمېنې جاکارتا په لارو کوڅو کې د اننتخاباتو د نتایجو پر ضد اعتراضونه پیل کړل چې له تاو تریخوالي سره مله وو.

د اندونیزیا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند پرابوو سوبیانټو د پلویانو یو انځور
د اندونیزیا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند پرابوو سوبیانټو د پلویانو یو انځور

​د جاکارتا والي او د روغتیا چارواکو ویلي چې په دې تاوتریخوالي کې د درې تنکیو ځوانانو په ګډون اته کسان وژل شوي او تر ۹۰۰ زیات نور ژوبل شوي.

ټاکل شوې ده چې د اندونیزیا د اساسي قانون محکمه به د دې قضیې د اورېدو لپاره لومړنۍ غونډه د جون په ۱۴ مه نېټه جوړه کړي.

د ماتې خوړلي کاندید پرابوو سوبیانټو مرستیال سنډیاګا اونو د جمعې په ورځ وویل، حقوقي دعوه سپارل او نورې قانونې هڅې یې د دې لپاره پیل کړې چې ډاډمنه کړي چې د انتخاباتو نتایج عادلانه او بې لاسوهنې دي.

نوموړي ادعا کړې چې پلویانو یې په خپلو سترګو لیدلي چې دا انتخابات ازاد او عادلانه نه وو.

د اندونیزیا د ملي پولیسو ویاند محمد اقبال ویلي، پولیسو سلګونه کسان په بلواګانو کې د برخې اخیستو او تاوتریخوالي ته د هڅولو په تورونو نیولي.

د نوموړي په وینا، په دوی کې دوه تنه د هغې وسله والې ډلې غړي هم دي چې له داعش سره تړاو لري.

په داسې حال کې چې د اندونیزیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې خوړلي کاندید پرابوو سوبیانټو پر خپلو ملاتړو د سوله ییزو مظاهرو او مقاومت غږ کړی، ولسمشر ویدودو خبرداری ورکړی چې د بلواګرو پر ضد به سخت اقدامات وکړي.

د ویدودو مرستیال یوسف کالا د پنجشنبې په ورځ د پرابوو سوبیانټو سره کتلي دي.

د پرابوو د کمپاین ټیم دا لیدنه تأیید کړې، خو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم دا دواړه سیالان د اندونیزیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له یو بل سره مخ وو، هغه مهال هم پرابوو انتخابات په همدې توپیر بایللي وو او د اساسي قانون په محکمه کې یې دعوه راپورته کړې وه چې هغه مهال یې محکمې دعوه نه وه منلې.

څارونکي باور لري چې ښايي د اندونیزیا د اساسي قانون محکمه دا ځل هم دا ادعا ونه مني.

XS
SM
MD
LG