د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۰

د غور د پساوند اوسېدونکي: څاروي، ځمکې او کورونه سېلاب یوړل!


ارشیف، په هرات ولایت کې د سږني کال سېلاب یو انځور

د غور د پساوند ولسوالۍ اوسېدونکی اکبر براتي وايي چې کورونه، رمې او کروندې یې سېلاب وړي دي.

هغه ازادي راډیو ته له غوره ټيليفون کړی و څو حکومت له وضعیته خبر کړي.

اکبر براتي وویل:

"سېلاب دلته ډېر تاوان رسولی دی، د ملا اصغر په نوم د یوه سړي کور سېلاب وړی، اصلاً نه ده معلومه چې څوک به یې ژوندي هم پاتې وي، دلته څاروي، ځمکې او کورونه له منځه ولاړل، لطفاً حکومت خبر کړئ."

په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت ویلي چې دوی خبر دي.

د دې وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس پرون د مې په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل چې په یوشمېر مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس
په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس

​سیاس زیاتوي:

"له غور، هرات او غزني را رسېدلي راپورونه وايي چې ۲۱ تنه مړه شوي، په هرات کې نهه تنه ورک بلل شوي وو، اووه تنه یې پېدا شول، متاسفانه درې کوچنیان هم مړه شوي دي."

هغه وویل چې سېلابونو نږدې ۲۲۱ کورونه په بشپړ ډول یا قسماً تخریب کړي دي.

د سیاس په وینا، په ډېرو ولایتونو کې خامې او نیمه پخې لارې، کرنیزې ځمکې، د اوبو کانالونه او ځای ځای کارېزونه ویجاړ شوي دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت مرستیال څرګنده کړه چې سېلاب ځپلو سیمو ته یې خوراکي او غیر خوراکي مواد استولي دي.

په یو شمېر سېلاب ځپلو ولایتونو کې له خلکو سره د مرستې لپاره سروې هم پیل شوې دي.

خو په اکثرو ولایتونو کې سېلابونو خامې لارې وړې دي.

د بېلګې په ډول، د غور والي غلام ناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل:

"د خلکو زراعت ته سخت ضرر رسېدلی، کروندې، سربندونه، ویالې او لارې ویجاړې شوي چې حساب نه شي کېدلی، دا ملي او نړیوالو ادارو ته ښايي چې د داسې خطرناک سېلاب له امله متضررو شویو خلکو ته مرسته ورکړي."

خاضع وویل چې دوی له ټولو متاثرو شویو خلکو سره د مرستې توان هم نه لري.

د غور والي وویل چې ښايي د تلفاتو او رسېدلي زیان ارقام بدل شي، ځکه له ټولو سیمو بشپړ حال نه دی ور رسېدلی.

له هرات او غزني هم ورته رپوټونه خپاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مې په یویشتمه نېټه په افغانستان کې د خلکو د بشري وضعیت په اړه رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شوي وو چې لږترلږه شپږ اعشاریه درې ميلیونه افغانان د وچکالۍ له امله بېړنیو مرستو ته اړ وو.

پرله پسې بارانونه او سېلابونه یوه بله ستونزه ده چې ډېر افغانان یې بې کوره کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دوه لکه او نوي زره افغانان د سېلابونو له امله بې کوره شوي دي.

دې سازمان ویلي چې په وچکالۍ پسې شدیدو بارانونو او سېلابونو نور څلور لکه افغانان له بد وضعیت سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG