د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي چې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د هېواد په ۵ زونونو کې د زیرک مېترونو د انسټال لړۍ پیل کړې ده.
د برښنا شرکت عمومي سوداګریز مرستیال صفيالله احمدزي ازادي راډیو ته ووېل چې دا زیرک مېترونه دا وړتیا لري، څو:
- د برښنا ضایعات تشخیص کړي.
- د برښنا د غلا مخنیوی وکړي.
- او زورواکي، شرکتونه او دولتي ادارې به اړ شي، څو په خپل وخت د برښنا بېل تحویل کړي.
د دغو مېترونو د انسټال لړۍ دمګړۍ په بلخ ولایت کې پيل شوې ده.
د ازادي راډیو خبریال مجیبالرحمن حبیبزي له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې دا څه ډول پروژه ده؟
نوموړي سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: