تمه ده چې امریکایي طالب له نږدې ۲۰ کاله بند وروسته نن له زندانه خوشې شي.
جان واکر لېنډ د طالبانو د رژیم د نسکورېدو پر مهال په افغانستان کې ونیول شو او بیا د امریکا په متحده ایالاتو کې محکمې د ترورېزم په جرم محکوم کړ.
وروسته تر دې چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د ډسمبر په ۱۱مه القاعده شبکې پر واشنګټن او نیویارک بریدونه وکړل او نړیوالو ائتلافي ځواکونو تر دې وروسته د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د القاعده او د طالبانو د رژیم پر ضد حمله وکړه، جان واکر لېنډ په مزار شریف کې ونیول شو.
هغه وخت چې دی له طالبانو سره و، پر ځانیې د عبدالحیمد نوم ایښی و.
جان واکر لېنډ بیا د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شو.
دی په متحده ایالاتو کې د امریکایي طالب په نوم مشهور دی.
په ۲۰۰۲ میلادي کال کې محکمې د ترهګرۍ په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
لېنډ د اینډیانا ایالت په تېرهوټ زندان کې بندي شو.
پرون د چهارشنبې په ورځ چې کله محکمې د ده د خوشې کېدو اعلان وکړ، مور یې مریلین واکر د محکمې د ودانۍ دباندې په ژړغوني غږ وویل:
"جان پر موږ ګران دی، ډېر ګران دی او څه چې د هغه په خیر کې وي د هغه تمه لرو. د نن ورځې پرېکړه به ده ته یو فرصت ورکړي چې بېرته هغه ژوند ته ستون شي چې خلکو ته څه وکړي او د خلکو لپاره څه وکړي."
لېنډ د ۲۰۰۰ میلادي کال په نومبر کې پاکستان ته تللی و او له هغه ځایه بیا افغانستان ته اوښتی و او له طالبانو سره یوځای شوی و.
جان واکر لېنډ ۱۷ کاله او پنځه میاشتې په زندان کې تېرې کړې دي.
دی به راتلونکې درې کاله تر څارنې لاندې وي.
د ده د انټرنټ وسایل به کتل کېږي، یوازې به په انګلیسي ژبه له انټرنټه کار اخلي، دی به نهشي کولای چې د افراطي ډلو مواد وګوري، بل پاسپورټ واخلي یا د امریکا له متحده ایالاتو ووځي.