د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۹

د هلمند چارواکي: په ۳ ولسواليو کې ٢٧ مخالف وسله‌وال وژل شوي


د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وايي، په مارجې، ګرشک او موسى کلا ولسواليو کې د دولت ٢٧ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

دې قول اردو نن د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه وسله‌وال د قاطع ملاتړ ماموريت په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

٢١٥ ميوند قول اردو ويلي چې دغه بريدونه د دقيقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پر هغو افراطي وسله‌والو شوي چې غوښتل يې د افغان پوځيانو پر پوستو حملې وکړي.

وسله‌والو طالبانو او خپله د قاطع ملاتړ ماموريت د دغو بريدونو په اړه رسنيو ته څه نه‌دي ويلي.

په بل خبر کې د فارياب ولايت چارواکي وايي، د يوه هاوان د لګېدو په پېښه کې ١٥ ملکيان ټپيان شوي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دغه هاوان پرون د المار ولسوالۍ په بازار کې د روژه ماتي پر وخت ځينو کارګرانو ته څېرمه لګېدلى دى.

XS
SM
MD
LG