د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ډيپلوماټ: ايا چين کولى شي چې د افغانستان د سولې پروسه پرمخ يوسي؟


ډيپلومات:

ډيپلومات خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې عنوان ليکنه خپره کړې چې ايا چين کولى شي چې د افغانستان د سولې پروسه پرمخ يوسي؟

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، چين د امريکا د متحدو ايالتونو او روسيې تر څنګ په يوه رسمي ګډه اعلاميه کې اعلان کړى چې د افغانانو په رهبرۍ د سولې د ټولشموله پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

چين د افغانستان له سولې او پخلاينې سره د همکارۍ لپاره په ښکاره تعهد کړى او ويلي يې دي چې د اړتيا په صورت کې لازمې مرستې ته چمتو دى.

د ډيپلومات د دې مقالې ليکوال په دې باور دى چې چين تر اوسه پر کاغذ د شويو ژمنو د عملي کولو هوډ نه دى ښوولى.

په مقاله کې راغلي، چين بې له شکه دا ظرفيت لري چې د سولې پر اوسنۍ پروسه مثبت نفوذ ولري او پاکستان وهڅوي چې د افراطي وسله والو او افغان چارواکو ترمنځ د مذاکرو ښکاره ملاتړ وکړي.

ليکوال وايي، دغه اقدام کولى شي چې په افغانستان کې اوږدمهالى ثبات يقيني کړي.

انډين اکسپرس:

هندۍ ورځپاڼې انډين اکسپرس په خپله پرونۍ ګڼه کې له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا د رئيس محمد عمر داودزي پر خبرو ليکنه خپره کړې ده.

ښاغلي داودزي د يوه هيئت په مشرۍ د ثور/غويي پر ٢٢مه جرمني او تر هغه وروسته هندوستان ته رسمي سفر وکړ.

د ليکنې په حواله، ښاغلي داودزي چې د سولې د سيمه ييزې اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړى سلاکار هم دى، د هند د ملي امنيت له سلاکار اجيت دووال سره د جمعې په ورځ په کتنه کې دا تأييد کړه چې د افغانستان شخړه بايد د مستقيمو خبرو له لارې حل شي چې مالکيت او مشري يې د افغان حکومت پر غاړه وي.

د انډين اکسپرس ورځپاڼې په باور، هندوستان په وروستيو کې د نورو هېوادونو تر څنګ له امريکا، چين، روسيې او ايران سره د افغانستان په مسئله کې دخيل شوى دى.

د مقالې په دوام راغلي، محمد عمر داودزي د هندوستان د نړيوالو چارو شورا ته په خبرو کې وويل، د افغانستان په سوله کې د هندوستان رول کليدي دى.

په ورځپاڼه کې د ښاغلي داودزي نورې خبرې هم را اخيستل شوي چې ويلي يې دي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو په خپلو مذاکرو کې پر څلورو عمده برخو بحثونه کړي دي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو پر وتلو، له ترورېستي ډلو سره د طالبانو پر اړيکو، پر بين الافغاني مذاکرو او اوربند.

ښاغلي داودزي له هندي چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو پر مهالوېش هم خبرې وکړې چې په پام کې ده د سپټمبر پر ٢٩مه يعنې د تلې/ميزان پر ٦مه وشي.

XS
SM
MD
LG