د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۸

د زابل په ارغنداب کې څلور ښوونځي ۱۳ کاله وروسته بیا پرانیستل شول


د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې څلور ښوونځي چې په وروستیو دیارلسو کلونو کې وسله والو طالبانو بند کړي وو، بیا پرانیستل شول.

د زابل د پوهنې رئيس نصرالله زاهد پرون د مې په اتلسمه ازادي راډیو ته وویل چې دا کار د قومي مشرانو په مرسته شوی دی.

زاهد وویل چې په دې ښوونځیو کې یې تر اوسه ۷۲۰ زده کونکي ثبت کړي دي.

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ یو اوسېدونکی او ښوونکی وايي، خوشحاله دي خو ستونزې یې ډېرې دي.

دوی وویل:

"موږ د درېیم ټولګي کتاب په اول کې هم وایوو او په درېیم کې هم، یوه ریاضي په پښتو ده نور پښتو کتابونه نشته، کوچنیانو ته وایوو چې نن کتابونه درکوو، سبا یې درکوو، خو کله چې هغوی وګوري چې نه کتاب شته نه کتابچه، مایوسه شي او ولاړ شي."

د زابل والي رحمت الله یارمل ازادي راډیو ته وویل چې دا ستونزې به سږ او راتلونکي کال کې حل شي.

په زابل کې چارواکو ویلي چې ۷۰ زره زده کوونکي لري چې ۱۴ زره یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG