د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغانستان په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې او مقالې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي ورځپاڼې لیکلي چې امریکايي سناتوران د متحده ایالاتونو د ماموریت ملاتړو افغانانو ته د نویو ویزو د منظورولو هڅې کوي.

د امریکا دا پوځي ورځپاڼه لیکي:

د ټرمپ له ادارې سره د کډوالۍ پرسر د کانګرس د لانجو په دوام یوه ډله سناتورانو د چهارشنبې په ورځ یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې يې د امریکا د ماموریت ملاتړ کوونکو افغانانو ته څلور زره نوې ویزې ورکړل شي.

سټارز اېنډ سټرایپس د یوې سناتورې جین شاهین په حواله لیکلي چې دا لایحه ضروري ده، ځکه افغانان امریکا ته د خپلو خدماتو په خاطر له ګواښ سره مخ دي.

ورځپاڼه لیکي:

افغانانو ته د نویو څلورو زرو ویزو لایحه به د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له سېپټمبره پلي کېږي او ټول هغه اداري موانع هم په‌کې هوار شوي چې افغانان او عراقیان د ویزو له ترلاسه کولو منع کوي.

متحده ایالاتونو له تېرې یوې لسیزې راهیسې د خاصې کډوالۍ پروګرام په نوم اویا زره افغانانو او عراقیانو ته پناه ورکړې ده.

دا ویزې په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځيانو ژباړونکو او د هغوی ښځو او بچیانو ته ورکړل شوي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند په بسشن کمپ باندې د طالبانو د دوه نیمې میاشتې مخکې مرګوني برید په اړه مقاله لیکلي او ځینې نوې خبرې یې راسپړلی.

په کمپ بسشن باندې ۲۰ تر دېرشو طالبانو د مارچ په لومړۍ حمله کړې وه.

۲۳ افغان سرتیري او د یادې پوځي اډې کارکوونکي یې وژلي وو.

نیویارک ټایمز لیکلي چې په شوراب یا کمپ بسشن پوځي اډې د طالبانو د یاد برید یو عمده دلیل د اداري فساد موجودیت بلل کېږي.

د یادې پوځي اډې یو شمېر چارواکي د فساد په تور له دندو لېرې شوي یا بندیان شوي هم دي.

نیویارک ټایمز د افغانستان د لویې څارنوالۍ د ویاند جمشید رسولي په حواله لیکلي د کمپ بسشن یا شورا پوځي اډې پخوانی قوماندان معین فقیر د عسکرو د اعاشې د پیسو د غلا په تور په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په پنځه کاله بند محکوم شوی.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د مارچ په لومړیو کې په کمپ بسشن تر برید وروسته یادې پوځې اډې ته ورغی او ژمنه یې وکړه هغه کسان چې غفلت یې کړی وبه پوښتل شي.

نیویارک ټایمز له یوه افغان پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل سره هم خبرې کړي.

متقاعد جنرال امرخیل ویلي، له دې چې افغان پوځیان په محاصره کې و ډېر یې دفاعي حالت غوره کړی.

ورځپاڼې د هغه په حواله زیاته کړې چې افغان پوځي چارواکي په جګړو کې اول وار نه‌شي کولای بلکې د ده په خبره تر ډېره د طالبانو د بریدونو ځوابولو ته ناست وي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG