د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د فرخار اوسېدونکي: که ډاکټرانو ته سوغاتونه رانه‌وړو درملنه مو نه‌کېږي


د فرخار ولسوالۍ روغتون
د فرخار ولسوالۍ روغتون

د تخار د فرخار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ په روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتوالی له کبله شکایت کوي او زیاتوي چې له لېرو پرتو سیمو څخه د درملنې په خاطر د دې ولسوالۍ روغتون او روغتیايي مرکزونو ته راځي، خو د ډاکټرانو له لوري ناروغانو ته جدي پاملرنه نه کېږي.

مریم چې له درې کالو راهیسې د محرقه په ناروغۍ اخته ده ازادي راډیو ته یې وویل:

"که څوک له ځان سره ډاکټرانو ته پیروی او نور کورني خوراکي توکي د سوغات په توګه راوړي، نو ډېر ژر منل کېږي، درې کاله کېږي چې زه د محرقې په ناروغۍ مبتلا شوې یم، خو هرکله روغتون ته راځم څوک راته توجه نه کوي."

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د فقر او غریبۍ له کبله د درملنې په خاطر دولتي روغتون ته مراجعه کوي، خو بیا دلته ورسره صحي کارکوونکي ناوړه چلند کوي.

۳۰ کلنې انیسې چې خپل کوچنی زوی یې روغتون ته د درملنې په خاطر راوستی وايي:

"زوی مې روغتون ته راوستی، دلته په تمه یم خو څوک راته دروازه نه خلاصوي، خو هغه شمېر کسان چې واسطې لري او سوغاتونه لري د هغوی درملنه کېږي، خو د خوار او غریب پوښتنه څوک نه کوي."

دوی دغه راز د فرخار ولسوالۍ په روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو کې د درملو او د مسلکي ډاکټرانو د نشتوالي له کبله شکایت کوي او زیاتوي چې ډېری وخت دوی د خپل ناروغان د تخار ښار ته انتقالوي.

بل‌خوا د فرخار ولسوالۍ د روغتون او د روغتیايي مرکزونو مسؤل د خلکو دغه ادعاوې بې اساسه بولي او زیاتوي چې د دې ولسوالۍ په روغتون او پنځه صحي کلینکونو کې ټولو خلکو ته یو شانته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي او هېڅوک حق نه‌لري چې له ناروغانو سره ناوړه چلند وکړي.

د فرخار ولسوالۍ د روغتون او د نورو روغتیايي مرکزونو مشر اختر محمد عبرت
د فرخار ولسوالۍ د روغتون او د نورو روغتیايي مرکزونو مشر اختر محمد عبرت

د فرخار ولسوالۍ د روغتون او د نورو روغتیايي مرکزونو مشر اختر محمد عبرت په‌دې اړه وویل:

"دلته هره ورځ زیات شمېر ناروغان مراجعه کوي او د ټولو ناروغانو ستونزې حلیږي، ناروغانو ته درمل ورکول کېږي او جدي ناروغان بستروو، خو د یو شمېر ناروغانو غوښتنې خورا لوړې وي، نو کله چې د هغوی غوښتنو ته رسېدنه ونشي، نو بیا شکایت کوي."

د چارواکو د معلوماتو له مخې د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ دا مهال یو ۳۰ بستریزه روغتون او پنځه روغتیايي کلینیکونه لري او هره ورځ د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یو شانته روغتیايي خدمات وړاندې کوي او سربېره پردې اوس مهال د دې ولسوالۍ پر ۵۰ بستریز روغتون هم کار جریان لري او په ګټې اخېستلو سره به یې د خلکو شته ستونزې هوارې شي.

راپور: اجمل ارین-تخار

XS
SM
MD
LG