د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۵

اروپايي کمېسيون د مرکزي اسيا د ٥ هېوادونو لپاره ستراتيژي تصويب کړله


اروپايي کمېسيون پرون د چهارشنبې په ورځ د مرکزي اسيا د ٥ هېوادونو لپاره نوې ستراتيژي تصويب کړله.

د دې ستراتيژۍ هدف د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره «د غښتلي، عصري او غيرانحصاري» شراکت ايجادول دي.

دغه ستراتيژي د هغو هېوادونو په مورد کې عملي کېږي چې د ارتباطاتو د ښه کولو اراده او ظرفيت ولري.

په ١٦ مخونو کې دغه سند هغه عمومي مسايل توضيح کوي چې اروپايي کمېسيون غواړي په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ اسيا په پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې عملي شي.

دغه سند چې مشخصې پاليسۍ په‌کې نه‌دي راغلي، دېته ورته د بل سند چې په ٢٠٠٧میلادي کال کې وړاندې شوى و، نوې بڼه ده.

په‌دې ستراتيژۍ کې راغلي اروپايي ټولنه په‌داسې حال کې چې په منځنۍ اسيا کې د خپل هر شريک ګټو ته احترام کوي، د دې هر هېواد د وضعيت پر تفکيک ټينګار کوي.

په سند کې راغلي، اروپايي ټولنه غواړي خپل مشارکت له هغو هېوادونو سره چې د اړيکو ښه کولو اراده او ظرفيت ولري، لا ژور کړي.

XS
SM
MD
LG