د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۴ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۸

واشنګټن کې د روسیې سفارت د یوه روسي وګړي پر نیولو اعتراض کړی


آرشیف، په واشنګټن کې د روسیې سفارت

په واشنګټن کې د روسیې سفارت د یوه روسي وګړي پر نیولو اعتراض کړی دی. دا کس تورن شوی دی چې په غیرقانوني ډول یې د یوې امریکایي جېټ الوتکې لارښود کتاب ترلاسه کړی و.

په متحد ایالاتونو کې د روسیې سفارت د کمپیوټري پروګرامونو د پراختیا د پروګرام د غړي الګ تیشچنکو پر نیولو اعتراض وکړ. دا کس ګرجستان متحد ایالاتونو ته سپارلی دی.

الګ تیشچنکو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په روسیه کې د کمپیوټري لوبو د یوې ټولنې له لارې د کمپیوټري لوبو د ښه والي لپاره د امریکا د اېف شپاړس الوتکو د لارښود کتاب غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له مخې د امریکا له تګزاس ایالات څخه یو چا ده ته دا کتاب لیږلی و، دغه کس هم ونیول شو او بیا بېرته خوشې شو.

د امریکا د یوتا ایالات یوه قاضي د الګ تیشچنکو د محاکمه کولو لپاره د اګست نولسمه نیټه ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG