د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۲۴

د پکتیا والي: په مرکز ګردېز کې جمنازیوم جوړېږي


د پکتیا والي شمیم خان کټوازی

د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون د چهارشنبې په ورځ د جمنازیوم د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د دې جمنازیوم د ډبرې د ایښودو په مراسمو کې وویل چې بالاخره به د پکتیا لوبغاړي د لوبو لپاره یو عصري ځای پیدا کړي.

دا جمنازیوم په ۳۵۰۰ متره مربع ځمکه ودانیږي چې اویا میلیونه افغانۍ به پرې مصرف شي.

په‌دې جمنازیوم کې ټاکل شوې ده چې د درې زره لیدونکو لپاره ځای وي.

د دې جمنازیوم چارې به د یوه کال په ترڅ کې بشپړې شي.

XS
SM
MD
LG