د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۸

کرکټ بورډ د ویسټ اېنډیز لیګ ته ۳۲ حرفه‌اي افغان لوبغاړي ورپېژني


د افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ اېنډیز لیګ ته ۳۲ حرفه‌اي لوبغاړي ورپېژني.

دا لومړی ځل دی چې دومره ډېر افغان لوبغاړي یوه بهرني لیګ ته معرفي کېږي.

راشد خان، محمد نبي او قیس احمد هغه درې لوبغاړې دي چې پخوا یې د ویسټ اینډیز یا کارابین په کرکټ لیګ کې لوبې کړې وې.

دغه لیګ ته به نور لوبغاړي د افغانستان له ملي لوبډلې، تر ۱۹ کلنو لږ عمره ټیم او د افغانستان له یو شمېر مشهورو لوبډلو څخه معرفي شي.

XS
SM
MD
LG