د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

حمدالله محب: د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو اندیښنو ته پاملرنه کوو


د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره. May 15 2019
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره. May 15 2019

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو اندیښنو ته د پاملرنې ژمنه وکړه.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره پرون د چهارشنبې په ورځ د خپل کار په د فتر کې د دغو اندیښنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا اندیښنې به له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین د دې خبرو اترو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

ارشیف، د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین په یوه خبري غونډه کې, 12 Nov 2018
ارشیف، د ملي امنیت د شورا ویاند طارق ارین په یوه خبري غونډه کې, 12 Nov 2018

"په‌دې لیدنه کتنه کې د دواړو هېوادو د ګډو موضوعاتو په اړه او د هغې غونډې په اړه چې ټاکل شوې ده چې د سیمې د ملي امنیت سلاکاران په‌کې د روسیې په اوفا ښار کې راغونډ شي خبرې او بحثونه وشول. د دوی د بحث یوه موضوع هم د سولې لپاره د سیمې په کچه اجماع وه او کومې اندیښنې چې په‌دې برخه کې شته."

ټاکل شوې ده چې د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه راتلونکې میاشت ترسره شي.

د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر سره د ملي امنیت د سلاکار تر خبرو یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره ګډې خبرې غونډې ته وویل چې د افغانستان د ستونزې حل پیچلی شوی دی او د سولې په خبرو کې د طالبانو دریځ د پیاوړي کېدو په حال کې دی.

کرملین په یوه بیان کې ویلي دي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د متحد ایالاتونو او روسیې ترمنځ د واک توازن یوه مهمه اړتیا بللې ده.

خو د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر پوتین سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان په برخه کې د مسکو او واشنګټن دریځ سره نژدې دی.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر پوتین سره د سوچي په ښار کې یوې ګډې خبري غونډه کې.
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ولسمشر پوتین سره د سوچي په ښار کې یوې ګډې خبري غونډه کې.

دی وايي:

"زموږ یو شمېر همکارۍ ډېرې عالي دي، د شمالي کوریا او افغانستان په برخو کې موږ ښه کارونه کړې دي، د ترورېزم پرضد مو ګډې هڅې کړي. دا هغه څه دي چې همکاري په‌کې زیاتولی شو او زه پوهېږم چې موږ دا چانس لرو چې د ستراتیژيک امن په اړه خبرې وکړو."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د چهارشنبې په ورځ هم په سوچي کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ده د اتریش له ولسمشر الکساندر وان دیر بیلین سره د خبرو پرمهال وویل چې مسکو او واشنګټن له دې سره دلچسپي لري چې د افغانستان ستونزه هواره شي.

XS
SM
MD
LG