د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۷

اوسېدونکي: د کندز د امام صاحب ځنګلونه د طالبان په پټن‌ځایونو بدل شوي


د کندز په امام صاحب کې یو افغان سرتېری

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت د قناعت وړ نه‌دی، ځکه دا مهال د ښار په دوه کیلو مترۍ کې وسله‌والو طالبان پراخ حضور لري او د دې ډلې تر واک لاندې سیمې د پراختیا په حال کې دي.

د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نجیب الله ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د ښار په دوه کیلومترۍ وسله‌وال طالبان حضور لري:

"د سیند غاړه او د ځنګل لوری د طالبانو په واک کې ده او د امنیتي پوستو وضعیت یي ډېر خراب کړی، یعنې طالبان دومره لېرې هم نه‌دي د ښار په نږدې څنډو کې حضور لري."

د دوی په خبره چې د دې ولسوالۍ ځنګلونو د وسله‌والو طالبانو په امن پټن‌ځایونو تبدیل شوي او په سرحدي سیمو کې د خپل د سوق او ادارې مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ دوه تنو اوسېدونکو محمدالله او غلام سخي په‌دې اړه وویل:

"د امام صاحب وضعیت خراب دی او د ځنګله په سیمه او د ښار په شاوخوا څنډو کې طالبان حضور لري او په‌دې ځنګلونو کې طالبانو خپل مرکزونه جوړ کړ.

-زموږ ستونزو ته یوازې الله پاک رسېدنه کوي، نور داسې څوک نشته چې د دې کړېدلي ولس پوښتنه وکړي، کله چې امنیت ښه وو، په ښار کې کاروبار هم ښه وو، خو اوس خلک د خپل د خوراک ډوډې په سختي سره را پېدا کوي."

دوی خبرداری ورکوي، که په وخت سره د نوموړي ولسوالۍ ستراتیژیکو سیمو ته پاملرنه ونه‌شي، نو ښايي امنیت نور هم خراب شي.

په ورته وخت کې د امام صاحب سیمه‌ییز چارواکي هم منې چې د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې او هلته‌یې پوځي مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي په‌دې اړه وویل:

"د ځنګله سیمه د وسله‌والو طالبانو تر ادارې لاندې ده او هلته یې د خپل د سوق ادارې مرکزونه هم جوړ کړي او دغه ډله تر خپل واک لاندې سیمو کې په ځینو اقداماتو لاس پورې کوي، څو د خلکو تر منځ وېره خپره کړي."

د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي
د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي

بل‌خوا د کندز د امنیه قوماندان منظور خان ستانکزي د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي وضعیت د قناعت وړ بولي او دغه راز خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دې ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له موجودیته تصفیه شي:

"په ولسوالیو کې د دولت تر واک لاندې سیمو کې وضعیت ښه دی، خو کومې سیمې چې د طالبانو تر ادارې لاندې دي ښايي هلته ستونزې موجود وي، خو د استخباراتي معلوماتو له مخې په ولسوالیو کې وضعیت ښه دی."

د امام صاحب ولسوالۍ ۱۸۵ کلي لري د چارواکو په وینا چې له دې شمېر څخه څه باندې سل کلي د دولت تر ادارې لاندې دي، خو بیا خلک وايي چې اوس مهال یوازې د امام صاحب ښار د دولت په کنټرول کې دی او پاتې نورې سیمې د وسله‌والو طالبانو تر ادارې لاندې دي.

د امام صاحب ولسوالۍ د ۷۰ کیلومتر واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او دغه راز نوموړې ولسوالۍ د ۷۴ کیلومتره په اوږدوالۍ سره له تاجکستان سره سرحد لري او سرحدي سیمې طبیعي ځنګلونو پوښلي دي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG