د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د کندهار والي: طالب مشران لا هم د پوځي عملياتو اصلي هدف دی


کندهار کې پوځي عملیات , 15 May 2019
کندهار کې پوځي عملیات , 15 May 2019

د کندهار والي وایي، د وسله‌والو طالبانو مشران لا هم د پوځي عملياتو اصلي هدف دی.

د ژمي په موسم کې د کندهار په شمالي او لويديځو ولسوالیو کې د طالبانو پر تونلي مرکزونو او پټن‌ځايونو د افغان او نړيوالو ځواکونو له پراخو پوځي عملياتو وروسته اوس د کندهار ولایتي چارواکي وايي، د جګړې په روان فصل کې د افغان ځواکونو لپاره د وسله‌والو طالبانو د جګړه‌یيزو ليکو د تنظیموونکو او مشران له‌منځه وړل ورته مطلوب اهداف دي.

د کندهار والي حيات‌الله حیات له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جګړې د کمولو لپاره د وسله‌والو طالبانو د لومړۍ درجې مشرانو له‌منځه وړل د خالد په نوم د پېل شویو عملياتو لومړيتوب دی.

د کندهار والي حيات‌الله حیات
د کندهار والي حيات‌الله حیات

دی وايي:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او زموږ دفاعي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې د وسلهوالو مخالفینو اصلي مهرې چې هغه د دوی لیډر شیپ دي په نښه او له‌منځه یوسي."

کندهار چې د طالبانو د قيادي شورا د مرکز په سترګه ورته کتل کېږي هم افغان دولت او هم وسله‌والو ته اهمیت لري، خو د دې ولایت والي حیات الله حیات ادعا کوي چې د وسله‌والو جنګي ليکي تر پخوا کمزوري شوي او هغوی اوس د لویو بريدونو د ترسره کولو توان نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د کندهار والي د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو دغه ډلې په وروستیو میاشتو کې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د لسګونو افغان سرتېرو د وژل کېدو او یو شمېر پوستو د سقوط خبرونه خپاره کړي.

افغان دولت ویلي، د جنوبي اسيا لپاره د امریکا متحده ايالاتونو د ستراتيژۍ له اعلان وروسته د وسله‌والو ضد جګړې او د افغان ځواکونو تهاجمي بريدونو کې زياتوالی راغلی.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG