د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۵

ارزګان کې د ولایتي روغتون ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړی


ارزګان کې یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی

د ارزګان ولایت ډاکټران چې نن د چهارشنبې په سهار د ولایتي روغتون مخې ته د اعتراض په ډول راوتلي وو ازادي راډيو ته وویل چې کاربندیز يې ځکه اعلان کړی چې خپل حقوق يې پوره نه ورکول کېږي.

دوی ګواښ کوي چې تر هغو به کار پيل نه‌کړي، څو چې یې غوښتنې نه‌وي منل شوي.

مسؤلین هم د یادو ډاکټرانو یو شمېر ستونزې مني او د حل ژمنه يې کوي.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت د دغه ډاکټرانو اعتراضي غونډې ته ورغلی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې دا غږیز راپور اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:39 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG