د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۵

د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې رسماً اعلان شوې


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین د ۱۳۹۷ کال د تلې د ۲۸مې د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأی پاڼو د شمېرلو پر مهال

له ډېر ځنډ وروسته بلآخره د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې.

د انتخاباتو کمېسیون یوې ویاندې شیما علم سروش نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مشرتابه بیګاه شپه د پایلو د اعلان تصمیم ونیوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون شپه ناوخته اعلان وکړ چې ۹ ښځې او ۲۴ نارینه د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو په وروستي لېسټ کې راغلي.

اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه او خان آغا رضایي د ۲۴ نارینه و تر منځ ډېرې رأیې لري او همدا راز په ښځینه بریالیو کسانو کې هم فاطمه نظري، نظیفه ذکي او شینکۍ کړوخیل تر ټولو ډېرې رایې ګټلې.

د انتخاباتو کمېسیون په خپله وېب‌پاڼه باندې په ترتیب د ۳۳ بریالیو کسانو نومونه لیکلي دي.

  • اجمل رحماني.
  • عبدالقیوم خېرخواه.
  • خان اغا رضايي.
  • محمد خان احمدي.
  • فدا محمد الفت صالح.
  • احمد جاوېد جیحون.
  • میر امان الله ګذر.
  • امیر ګل شاهین.
  • غلام حسین ناصري.
  • رمضان بشردوست.
  • سید محمد محمدي.
  • الله ګل مجاهد.
  • خان محمد وردک.
  • میر افغان صافی.
  • نجیب‌الله ناصر.
  • حبیب الرحمن سیاف.
  • انورخان اوریا خېل.
  • عبدالرزاق استالفي.
  • توفیق وحدت.
  • زړګی حبیبي.
  • محمد نعیم وردک.
  • حفیظ الله جلیلي.
  • عرفان الله عرفان.
  • عبیدالله کلیمزی وردک.
  • فاطمه نظري.
  • نظیفه ذکي.
  • شینکۍ کړوخېل.
  • مرسل نبي‌زاده.
  • فوزیه ناصریار ګلدریي.
  • روبینا جلالي.
  • مریم سماء.
  • زهره نوروزي.
  • پروین دُرانۍ هغه ۳۳ کسان دي چې له کابله به په ولسي جرګه کې د خلکو استازیتوب وکړي.

د کابل په شمول د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېر کال د میزان میاشتې په ۲۸ مه وشوې.

د ولایتونو د پایلو وروستي اعلان ډېر وخت ونیوه او د کابل د پایلو ځنډ بیا ان اووه میاشتو ته ورسېد.

له کابل ولایته ۸۰۴ تنو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کاندیدانو په توګه سیالي وکړه.

د کابل ولایت د ولسي جرګې پایلې په‌دې خاطر ځنډنۍ شوې وې چې د پایلو پر سر شدید انتقادونه وشول او په ابتدايي لېسټ کې پاتې راغلیو کاندیدانو مظاهرې وکړې، څو پایلې باطلې شي.

بریالیو کاندیدانو هم له دې چې وروستۍ پایلې نه اعلانیدې د نوي پارلمان د پرانېستې په غبرګون را پاڅېدلي و.

دوی د ولسي جرګې د یوې رسمي جلسې د دایرېدو مخه هم نیولې وه.

د کابل ولایت د ولسي جرګې وروستۍ پایلې داسې وخت اعلان شوې چې د انتخاباتو د کمزوري مدیریت په تور ولسمشر اشرف غني پخواني کمېشنران لېرې او پر ځای یې نوي کمېشنران وټاکل.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګڼو درغلیو، لاس‌وهنو او فساد د موجودیت په اړه ادعاوې وشوې او د کمېسیون پر غړیو باندې انتقادونه وشول.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG