د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د ننګرهار والي: پر ولایتي ادارې فشارونه هم يو مافيايي حالت دی


ارشیف، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. 2 March 2019
ارشیف، د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. 2 March 2019

که له يوې خوا د ننګرهار ولایتي اداره د امنيت او فساد سره د مبارزې په برخو کې تر پخوا لويې لاسته راوړنې يادوي، خو بل‌خوا بيا ولايتي شورا په همدې برخو کې ولایتي اداره پاتې بولي.

د ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت او وکيل اجمل عمر په ګډه د سې شنبې په ورځ په خبري ناسته کې د دې ولایت پر امنيتي وضعیت نيوکې وکړې او په خبره يې د هدفي وژنو او بمي چاودنو د پېښو زياتوالي خلک انديښمن کړي:

"احمد علي حضرت: هدفي وژنې او بمي چاودنې داعش يې کوي، د پاکستان «ای.اېس.ای» يې کوي ولایتي اداره وايي، مافيايي کړۍ یې کوي، دا مافيا څوک دی؟ ښکاره باید وویل شي چې څوک دا چاودنې کوي.

اجمل عمر: په ننګرهار کې ديني علماء وژل کېږي، دلته یو ډول مذهبي جنګ روان دی که مخه يې ونه نيول شي خدای مه‌کړه ډېر خطرناک به‌وي."

د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې د ننګرهار ولایت

خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بيا دا تشويشونه چې ګوندې د دې ولایت امنيتي وضعيت خرابه شوی رد کړل او وايي، د تېرکال په پرتله د ننګرهار په اکثرو سیمو کې امنيتي وضعيت ښه شوی.

دی وايي، په کومه اندازه چې تبليغات کېږي په هغه ډول امنيت هم نه‌دی خرابه:

"د ننګرهار وضعيت په هغه اندازه چې تبليغ کېږي نه‌دی خرابه، تاسو وګورئ تورخم ته شپه او ورځ تګ راتګ کېدای شي، لعلپورې ته پس له ۱۲ مياشتو وروسته تګ راتګ وشو، شېرزاد ته تګ راتګ کېږي دا منم چې د سپین‌غر لمن په ځينو سیمو کې یا د خوګياڼو په ځينو سیمو کې داعش شته د هغوی د له‌منځه وړلو لپآره هم زموږ جدي هڅې روانې دي."

والي شاه محمود مياخېل وويل، په کومه سیمه کې چې د فساد پر ضد جدي مبارزه وشي هلته مسؤلين تر فشار لاندې راوستل کېږي.

دی وايي، په تورخم، قونسلګرۍ، لويې لارو او ځينو اداراتو کې د فساد بربنډې ريښې يې وچې کړي چې د دې مبارزې په مقابل کې پر ولایتي ادارې فشارونه زياتېږي، خو د والي په خبره دی به ټولو سره یو ډول قانوني چلند کوي:

"تاسو په‌دې سترګې پټوئ؟ چې دلته ریاستونه به د تنظيمونو پورې تړلي وو، امنيتي حوزې به د ځينو کړیو پورې تړلې وې، اما اوس دې وضعيت تغیير کړی دی، دا فشار چې څوک راوړي دا هم یو مافيايي حالت دی تاسو شاید یاستی چې هره ورځ په مختلفو تورونو کسان نيول شوي او قضيې يې د تعقيب لاندې دي."

د ويلو ده چې له دې وړاندې د نورو واليانو پرمهال هم د ننګرهار ولایتي شورا ورته کنفرانسونه او ادعاوې رسنیو سره شریکې کړې وې، خو په خوا کې بیا ځينې نور وکيلان بیا د ولایتي ادارې تر څنګ د لاسته راوړنو ننګه کوي.

راپور: شاه محمود شینواری-ننګرهار

XS
SM
MD
LG