د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د جلالاباد په ښار کې د تېرې شپې چاودنې د روژه ماتي وخت څخه په ګټې اخېستنې ترسره شوي.
د دوشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې څلور پرلهپسې چاودنې د تلاشی چوک په سیمه کې د پولیسو د پلټنې یوه مرکز ته څېرمه ترسره شوې چې له امله يې څلور مړه او شل ملکي وګړي ټپيان شوي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د سې شنبې په ورځ په خبري ناسته کې رسنیو ته ومنله چې د هېواد دښمنانو د روژه ماتي وخت څخه په ګټې اخېستنې توانيدلي چې يو بم په ریکشه کې او په شاوخوا سیمو کې درې نور بمونه ځای پرځای کړي.
دی وايي:
"پېښه داسې رامنځته شوې چې پولیس په روژه ماتي مصروفه وو، په یوې ریکشه کې یو بم ځای پر ځای شوی و، لومړنۍ چاودنه د همدې ریکشې په وسیله شوې، نورې چاودنې په شاوخوا سیمو کې چاودیدونکي توکي ايښودل شوي وو بیا نورو چاودنې کړي، د هېواد دښمنانو د روژه ماتي وخت نه په ګټې اخېستنې دا چاودنې کړي."
نوموړی وايي، امنيتي ځواکونه د مخالفینو پر وړاندې د هر ډول پلان د شنډولو لپاره تيار دي اما دا چې د تېر ماښآم چاودنې د امنيتي سرتېرو د بوختياوو په پایله کې رامنځته شوي، دوی به په راتلونکي کې لا بېداره ووسي.
راپور: شاه محمود شینواری-ننګرهار