د غزني ولایت قرهباغ له زړې اډې بیا د غزني تر پوهنې ریاست پورې دا هغه سړک دی چې ډېری وخت پرې زیاته ګڼه ګوڼه وي، خو د دې تر څنګ دغه سړک د کابل-کندهار لویه لاره او د غزني ښار هم سره نښلوي.
پر دغه سړک د غزني ولایت مقام، امنیه قومانداني، د مخابراتو، کرنې، مالدارۍ او د استېناف محکمې ریاستونه هم موقعیت لري.
په دې لارې د ولایت او قوماندانۍ د کارکوونکو تر څنګ د ځینو سرمایهداره خلکو لکس او زرې موټرې ښکته پورته کېږي، رنجرې، ټانکونه او امنیتي سرتېري هم پرېمانه ولاړ وي، خو د کرنې مالدارۍ ریاست ته مخامخ د قوماندانۍ او ولایت ترمنځ د سړک پر غاړه ښي لاس ته ۱۰ کلنه حمیده هم ناسته ده.
- دا چې حمیده څوک ده؟
په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیبالرحمن تأثیر یې د لاندې لینک په کېکاږلو سره په یو راپور کې درپېژني: