د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۴۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر پوتین او لاوروف سره ګوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

په پام کې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د سې شنبې په ورځ د روسیې په تفریحي ساحلي ښار سوچي کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او خپل روس سیال سرګي لاوروف سره وګوري.

دا خبرې د تېرکال په جنوري میاشت کې په فنلنډ کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو له لیدنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې رسمي خبرې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پوتین او پامپیو د خبرو په اجنډا کې به د وسلو د کنټرول او د ونزوئلا، اوکراین، سوریې او ایران د کړکېچونو په اړه بحثونه شامل وي.

په‌دې ټولو کړکېچونو کې واشنګټن او مسکو له یوبل سره مخالف دریځونه لري.

XS
SM
MD
LG