د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

عبدالله: حکومت په خپل وخت د ولسمشریو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، حکومت ژمن دی چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات په خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه انتقاد کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي او کېدای شي چې دا انتخابات په خپل وخت ترسره نه شي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، حکومت ژمن دی چې ولسمشریز انتخابات په خپل ټاکلي وخت سره ترسره شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له غونډې مخکې په دې اړه رسنیو ته وویل:

"د ملي یووالي حکومت پر ټاکلي وخت د انتخاباتو تر سره کېدو ته په خپلې ژمنې ولاړ دی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له بایومټریک سېستمه په استفادې، له یوې طرحې سره راغی، د افغانستان د خلکو غوښتنه شفاف انتخابات دي چې د ثبات، د قانون د حاکمیت او د خلکو د یوې ښې راتلونکې لپاره فضا رامنځته کړي."

اجرائیه رئیس د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه هم وغوښتل چې خپل عملیاتي پلانونه په غور او سرعت سره بشپړ کړي.

ښاغلي عبدالله دغه شان پر امنیتي ځواکونو او د دولت په نورو ارګانونو ټینګار وکړ چې د انتخاباتو له پروسې سره دې لازمه مرسته وکړي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کېدو ته ۵ میاشتې پاتې دي.

ارشیف، په بامیان ولایت کې د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، په بامیان ولایت کې د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور

له دې سره سره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خپل عملیاتي پلان د پرمختګ خبرې کوي، د انتخاباتو یو شمیر څارونکي بنسټونه اندېښنه ښيي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې خپل کارونه له ځانګړي عملیاتي پلان سره سم پر مخ بوځي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار د بنسټ اېټوا د پروګرامونو د برخې مسؤل حبیب الله شینواري ازادي راډیو ته وویل:

"ځیني موارد شک پیدا کوي چې ښايي دغه انتخابات یا وځنډېږي یا ونه شي، له تخنیکي پلوه چې کمېسیون په کوم سرعت خپل کارونه پرمخ وړي، ډېر سست دي، تقویتي نوم لیکنه ، د رایو ورکوونکو نوم لیکنه او په غزني کېد رای ورکوونکو نوم لیکنه لا پاتې ده. همداشان د کار کوونکو استخدام او د مرکزونو او محلونو ځانګړي کېدل، دا مسئله هم تراوسه پاتې ده."

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خپلو کارونو د ښه تنظیم ډاډ ورکوي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ وايي، ټول ضروري موارد تیار شوي او ډېر ژر به د عملیاتي پلان پلي کېدل پیل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG