د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د ارزګان سرپرست والي: وسله والو طالبانو د پرمختیايي پروژو مخه نیولې


د ارزګان سرپرست والي عطاالله فضلي
د ارزګان سرپرست والي عطاالله فضلي

د ارزګان ولایت سرپرست والي وایي چې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو د پرمختیايي پروژو مخه نیولې ده.

د ارزګان سرپرست والي عطاالله فضلي وویل چې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د دغه ولایت ولسوالۍ له پرمختیايي کارونو بې برخې دي او هغسې کار ورته نه دی شوی لکه څنګه چې لازم و او په خبره یې چې د دې کار لامل وسله وال طالبان دي.

د سیمې خلک هم پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې د پرمختیايي پروژو مخه دې نه نیسي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG