د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۴

د سعودي د تېلو دوه ټانکرونه په نښه شوي


سعودي عربستان وايي، د تېلو دوه ټانکرونه يې په نښه شوي دي.

رياض د ګاونډي هېواد متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرمه دا شوې پېښه د «سبوتاژ حمله» بللې ده.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد الفالح نن دوشنبه وويل، يوه کښتۍ يې د سعودي په خامو تېلو د بارېدو لپاره روانه وه چې حمله وشوه.

پرونۍ حمله د مرګ ژوبلې يا هم د تېلو د توئېدو سبب شوې نه‌ده، خو د دوو کښتيو بدنو ته د پام وړ زيان اوښتى دى.

تر دې مخکې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د قلمرو اوبو ته نږدې يې «د سبوتاژوونکو عملياتو» په لړ کې پر څلورو تجارتي کښتيو حمله شوې ده. په‌دې پېښه کې هم چا ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

د بهرنيو چارو وزارت الفجيره بندر ته نږدې د دغه سبوتاژوونکې حملې د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه‌دي ورکړي. د مشکوکو حمله کوونکو هويت هم نه دى افشا شوى.

د امريکا متحدو ايالاتونو نن د هغو سبوتاژوونکو اقداماتو په اړه خبردارى خپور کړ چې له کبله يې د متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرمه ځينې کښتۍ په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG