د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

فارن پالیسي: افغانان نارینه او ښځې په رښتیا هم څه غواړي؟


فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی، افغانان نارینه او ښځې په رښتیا څه غواړي، لیکلي چې کار او تعلیم د دوی لومړنۍ غوښتنې دي، خو خپرونه د مطلب په دوام په دې اړه سپارښتنې کوي چې لوېدیځ د دې حق د یقیني کولو لپاره له طالبانو سره څنګه ګډ کار کولای شي.

خپرونه په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو په وروستۍ غونډه کې د طالبانو د استازي حیرانوونکو څرګندونو ته چې ویې ویل، دوی به د هېواد په اساسي قانون کې د اصلاحاتو پرمهال د ښځو د تعلیم او کار د حق ملاتړ وکړي، اشاره کوي او لیکي چې د طالبانو د دې ژمنې په اړه د شک لپاره دلایل شته، خو د مطلب لیکوال لیکي چې له دې سره سره باید طالبانو ته موقع ورکړل شي، څو خپله دا ژمنه عملي کړي، ځکه دا هغه څه دي چې اکثریت افغانان یې غواړي.

فارن پالیسي د افغانستان په ختیځ کې د هغې څېرنې د نتیجې یادونه کوي چې ښيي په کلیوالو سیمو کې ښځې او نارینه غواړي چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي او ښځې کار وکړي او سربېره پر دې باور لري چې په دې برخه کې پرمختګ د سولې لپاره مهم دی، په داسې حال کې چې د خپرونې په وینا، عمومي باور دا دی چې ګن افغانان د ښځو د حقونو ملاتړ نه کوي.

فارن پالیسي زیاتوي، ځینې ازادۍ چې د افغانستان اساسي قانون د ښځو لپاره منلي، حتی په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې لا نشته.

خپرونه د اساسي قانون ۲۲مه ماده چې د ښځې او نارینه د انډول حقونو ضمانت کوي، د مثال په ډول یادوي، په داسې حال کې چې په دې اړه د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د اصلاح طرحه تراوسه لا نه ده تصویب شوې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې د یوه دردېدلي پلار مرتضی احمدي کیسه کړې ده.

د احمدي لور مهسا په تېره مارچ میاشت کې په کابل کې وتښتول شوه او وروسته بیا ووژل شوه.

نیویارک ټایمز د مهسا د نږدې خپلوانو په حواله لیکي، د مهسا پلار د هغو افغانانو له ډلې دی چې د افغانستان په اوږدې جګړه کې یې د کورنۍ غړي نه دي زیانمن شوي، ځکه نه یې د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې دنده درلوده، نه طالبانو تښتولي او بیا یې تابوتونه کور ته وراستولي، نه په کومه انتحاري چاودنه کې وژل شوي او نه د سیالو ډلو ترمنځ په جګړه کې ګیر پاتې شوي، خو په مارچ میاشت کې یې ورځ ناڅاپه وګرځېده او شپږ کلنه لور یې د پیسو د هغو بنډلونو په خاطر وتښتول شوه چې ده به هره ورځ د صراف په توګه د کار پرمهال شهزاده سرای ته وړل راوړل.

تښتوونکو د مهسا د خوشې کولو په بدل کې لومړی درې لکه ډالر غوښتل، خو وروسته یې ویل چې په یو لک ډالرو هم قناعت کوي، خو د احمدي لپاره د دومره ډېرو پیسو برابرول ناممکن کار و، نو ځکه تښتوونکو د دې لپاره چې افشا نه شي، هغه ووژله.

نیویارک ټایمز د مطلب تر څنګ د احمدي عکس هم په داسې حال کې چې د کورنۍ له درېو غړو سره د مهسا قبر ته ورغلي، له څو نورو عکسونو سره چاپ کړی دی.

XS
SM
MD
LG