د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

اوسېدونکي: طالبان کامدیش او برګي‌مټال ته د خوراکي موادو د لېږد مخه نیولې


د نورستان امنیه قومانداني
د نورستان امنیه قومانداني

د نورستان کامدیش او برګي‌مټال ولسوالیو اوسیدونکي وایي، دواړو ولسوالیو ته د غځېدلي سړک په اوږدو کې څو ځایه وسله‌والو طالبانو د تالاشۍ پوستې جوړې کړي، دوی دولت پلوه کسان نیسي او یادو سیمو ته د خوراکي موادو انتقال ته هم اجازه نه ورکوي.

بل‌خوا د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیوته د کامدیش او برګي‌مټال په لویه لاره کې شته امنیتي ستونزې تأیید کړې او ويې ویل چې د لارې د پوره خلاصولو له‌پاره ېې هڅې پیل کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

هغه وايي:

"موږ د یادې لارې خلاصولو او له طالبانو د پاکولو لپاره دوه پلانونه لرو، لومړی کوښښ کوو چې د قومي سپین‌ږیرو او دیني عالمانو په وسیله سړک پرانېزو او که هغه ونه‌شي نو بیا کوښښ کوو چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د مشرانو پام راجلب کړو، په کامدیش او برګي‌مټال ته تللې لاره کې پوځي عملیات ترسره کړو، خو موږ نه غواړو چې خلکو ته زیان ورسوو."

کامدیش او برګي‌مټال د نورستان په ختیځ کې هغه لېرې پرتې ولسوالۍ دي چې د کوزې پښتونخوا د چترال ولسوالۍ سره شریکه پوله لري.

د کامدیش او برګي‌مټال اوسیدونکي په‌داسې حال کې په خپلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په لاره کې د چک پوسټونو له جوړولو شکایت کوي چې دې ته ورته ستونزې په لویدیځ نورستان کې موجودې دي چې د خلکو ژوند يې مشکلاتو سره مخ کړی دی.

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00
مستقیم لېنک

راپور: روح الله انوري-نورستان

XS
SM
MD
LG