د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

"طالب جنګیالی": د یوه وژل شوي سرتېري پر ټیلیفون د هغې د مور پر غږ مو افسوس وکړ


په افغانستان کې سولې ته تنده ورځ تر بلې دومره زیاته شوې چې لوی او واړه ورته د ژوند د تر ټولو سترې هستۍ په سترګه ګوري،خو دا پوښتنه ټول کوي چې:

  • کله به دا ستره هستي ترلاسه شي؟
  • د مرمیو د ډزو ځای به کله د بلبلو ترانې ونیسي؟
  • د اوښکو امېلونه به د خنداګانو په ډالۍ څه وخت بدلېږي؟
  • آیا واقعاً هغه لوری چې په مورچلو کې یو بل په مرمیو ولي، له دې کاره خوښ دي؟

یو تن چې ادعا کوي طالب دی او له افغان ځواکونو سره جنګېږي. نوم یې معلوم نه‌دی خو ازادي راډیو ته یې د جګړې یوه کیسه وکړه چې د یوه وژل شوي سرتېري د مور له اواز څه اغېزمن شوی وو.

دی وايي:

"زه د طالبانو په کرښو کې جنګېږم. یوه ورځ مو پر یوې پوستې برید وکړ، عسکر مړه شول. موږ د پوستې وسایل ټولول چې پر یوه ټیلیفون زنګ راغی. ما ځواب ورکړ، د یوه سرتېري مور وه. هغې وویل، زویه، هلته جنګ دی خوږ شوی خو به نه‌یې؟ موږ بیا له خپل سرګروپ سره خبرې وکړې ډېر مو افسوس وکړ. موږ نور ستړي یو، نور جنګ نه‌غواړو. موږ سوله او اوربند غواړو."

ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان, July 18, 2017
ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان, July 18, 2017

د افغانستان جګړې یوازې د جګړې دوه لوري لکه طالب جنګیالي او د سنګرونو ساتونکي نه‌دي ستړي کړي، بلکې ټول هغه عام ملت‌یې له ژونده ستړی کړی چې هره ورځ د غم پر ټغر ناست دي او یا د بمونو او چاودنو له ویرې یې ژوند تریخ شوی دی.

یو شمېر افغانانو ازادي راډیو ته وویل:

" له زابله: ای طالبه د خدای په لحاظ نور بس ده. څوک وژنې، له چا سره جهاد کوئ، خپله فیصله وکړه له کومه ځایه راغلی یې او چا را لېږلی یې؟ نور خپل ورونه مه وژنه. راشه په خپل کور کلي کې کښینه.

-یو وخت خو به په افغانستان کې سوله او اوربند راشي. هرکله چې ټلوېزیون او راډیوګانې اورو له مرګ او وژنې پرته بل څه نشته. ای خلکو په‌دې روژه کې د افغانستان د سولې لپاره دعا وکړئ.

-حاجي منور شا یم، ۴۰ کاله وشول چې افغانستان سوځي. نور یې پریږدئ چې دا ملت په اتفاق او اتحاد شي. چا امریکا ته کار وکړ چا روسیې ته، چا غرب او چا شرق ته. نور له دې تجارته تېر شئ."

د سولې دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې د روانې مې میاشتې په نهمه نېټه د قطر په مرکز دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو تر منځ د سولې د خبرو شپږم پړاو پای ته ورسېد چې لا هم وروستی پړاو نه‌دی.

دواړو لورو ویلي چې په‌دې خبرو کې ځینې پرمختګونه شوي او پر ځینو مسایلو لا هم بحثونو ته اړتیا ده چې په راتلونکو پړاوونو کې به خبرې پرې وشي.

د دې سره هم‌مهاله افغان حکومت د هغه پلاوي پر نوم‌لړ کار کوي چې د حکومت په استازیتوب به له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ وړي.

غلام حسن خان غیرت کوچی بیا یو عام افغان دی چې له حکومته غواړي چې د سولې لپاره د ده په وینا له فرمایشي کارونو لاس واخلي او ریښتوني اوربند ته زمینه برابره کړي.

دی وايي:

"موږ دعا کوو چې سوله راشي. له حکومته ولس تمه لري چې باید داسې کار وکړي چې سوله راشي. فرمایشي کارونه پریږدئ لکه د دوحې مخکینۍ غونډه چې کسان «مرکچي پلاوی» ډېر ټاکل شوي وو او د طالبانو د منلو وړ نه‌وو."

شاوخوا یو کال دمخه افغان حکومت د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ او له طالبانو څخه یې هم د اوربند غوښتنه وکړه.

طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ومانه او په‌دغه موده کې زرګونو طالبانو د کابل په ګډون له لویو ښارونو لیدنه وکړه او د خلکو او حتی حکومتي چارواکو له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

دا اقدام په ملي او نړیواله سطح وستایل شو او خلکو د اختر خوښۍ په آرامه فضا کې ولمانځلې.

ولسمشر محمد اشرف غني له هغې وروسته د لسو نورو ورځو لپاره هم اوربند تمدید کړ، خو طالبانو اوربند ونه غځاوه، بلکې خپلو وسله‌والو ته یې سپارښتنه وکړه چې د پخوا په څېر خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې تر ننه دوام لري.

XS
SM
MD
LG