- سټارز اېنډ سټرایپس
سټارز اېنډ سټرایپس امریکايي ورځپاڼې د افغانستان د دفاع وزارت لهخوا پر لویو لارو د وړو پوستو د لېرې کولو او پرځای يې د لویو پوځي اډو د جوړولو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي:
افغان ځواکونو ته تېر میلادي کال سمه نیمايي مرګژوبله پر وړو امنیتي پوستو د دولت ضد وسلهوالو په بریدونو کې اوښتې ده.
سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه وايي، د افغانستان دفاع وزارت پر لویو لارو او په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي د وړو پوستو په لېرې کولو او پر ځای يې د لویو پوځي اډو پر جوړولو کار پیل کړی دی.
برید جنرال عبدالرازق صافي چې د لوګر-کابل او کابل- میدان وردګ د لویو لارو د امنیت لپاره د ملي اردو د ۲۳ نمبر قل اردو مسؤل دی، سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي:
د ده په ساحه کې پر جوړو شویو وړو امنیتي پوستو چې کله ناکله پهکې څلور او یا پینځه سرتیري موجود وي، د بریدونو امکان زیات دی.
جنرال رازق ورځپاڼې ته ویلي، له تېر ژمي راهیسې يې د وړو پوستو د لېرې کولو او پرځای يې د پوځي اډو چې تر ۴۰ پورې سرتیري به پهکې وي، د جوړولو په پلان کار پیل کړی دی.
د ملي اردو دې افسر ویلي، پر لویو لارو د وړو پوستو پرخای جوړیدونکي پوځي اډې به ځواکمنې او د سقوط امکانات به يې کم وي.
جنرال رازق صافي سټارز اېنډ سټرایپس ته ویلي چې په هغو سیمو کې به پوځي اډې نه جوړیږي چې د طالبانو تر واک لاندې وي او یا يې اوسیدونکي د دولت مخالف دي.
سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه د افغانستان د دفاع وزارت په حواله وايي چې په هغو سیمو کې سرتیري کموي چې ګواښونه پهکې زیات دي او له دې سیمو دباندې به پوځي اډې جوړوي چې هم امنیت وساتي، تهاجمي عملیات وکړي، او کمینونه ونیسي.
د امریکا د دفاع وزارت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې کانګرس ته د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي وو: پر لویو لارو او ناامنه ساحو کې د وړو پوستو موجودیت چې هغه مهال يې شمېر ۸ زره او ۴ سوه ته رسېده، افغان ملي اردو او پولیس په وړو برخو ویشلي دي.
یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو کې په کابل کې د شنبې په ورځ د خبریالې او د ولسي جرګې د کلتورې برخې سلاکارې مینه منګل د وژل کېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
- ګارډین
ګارډین ورځپاڼې لیکلي:
مینه منګل د کابل په کارتهنو سیمه کې له خپل کوره د کارځای ته پر لاره وه چې نامعلومو وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
ګارډین د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له قوله لیکلي دي چې برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
- ډیلي مېل
ډیلي مېل بیا د مینهمنګل د وژنې په اړه په خپل مطلب کې لیکي چې دا لا معلومه نهده چې دا خبریاله د تروریستي برید ښکار شوې او که د شخصي ستونزې او دښمنۍ په نتیجه کې وژل شوی ده.
- ایرش انډیپېنډېنټ
ایرش انډیپېنډېنټ ورځپاڼې هم په کابل کې د افغان خبریالې او د ولسي جرګې د سلاکارې مینه منګل د وژل کېدو موضوع یاده کړې ده او د کابل د پولیسو په حواله يې ویلي چې د دې پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.