د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

دفاع وزارت د پنټاګون پرېکړه چې د افغان ځواکونو بودجه يې ګرځولې جدي نه‌ګڼي


ارشیف، په بلخ کې افغان امنيتي ځواکونه, 28 Feb 2019
ارشیف، په بلخ کې افغان امنيتي ځواکونه, 28 Feb 2019

د افغانستان دفاع وزارت د امريکا د دفاع وزارت وروستۍ پرېکړه ډېره جدي نه ګڼي.

پنټاګون يا د امريکا د دفاع وزارت ويلي، د امريکا او مکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ له بودجې څه باندې ٦٠٠ میليونه ډالره راګرځوي.

د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتريک شاناهان د دغه ١٣٠ کيلو متره دېوال د جوړولو لپاره د يو نيم میليارد ډالرو بودجې انتقال تصويب کړى دى. دغه پيسې په بېلابېلو قراردادونو کې سپمول شوي دي.

امريکايي چارواکو د جمعې په ورځ د نوم نه ښوولو په شرط ويلي چې په‌دې يو نيم میليارد ډالرو کې د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ له حسابه هم څه باندې ٦٠٠ میليونه ډالره راګرځول شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف پرون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، په‌دې برخه کې دوى کوم رسمي بيان نه‌دى ليدلى:

"څرنګه چې دا د دولتونو ترمنځ قرارداد دى دفاع وزارت په‌دې برخه کې کوم دريځ نه‌لري. زه صرف غواړم دا موضوع تاسو ته روښانه کړم، هغوى داسې اعلان کړى موږ له هغو قراردادونو چې په هغو کې سپما شوې ده، د هغو سپما پيسې دېخوا ته اړوو. هغه چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط دا خبره کړې ده. کوم رسمي سند يا بيان نه‌‌شته، په‌دې حصه کې موږ کوم خاص نظر هم نه‌لرو."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف
د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف

د امريکا متحدو ايالاتونو په روان ميلادي کال کې د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ٤ اعشاريه ٩ میليارد ډالره اختصاص کړل.

ځيني انتقادکوونکي وايي، د افغان ځواکونو د ملاتړ له بودجې د پيسو کمول پر افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو چې د افراطي وسله‌والو پرضد په مبارزه بوخت دي، اغېر کوي.

خو یوه امریکايي چارواکي روېټرز ته ویلي:

"دا له افغانستان سره زموږ د تعهد له څرنګوالي سره هېڅ تړاو نه‌لري."

له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه د متحدو ايالاتونو د کانګرس له مخالفت سره مخامخ شوې ده او کانګرس حاضر شوى نه‌دى چې د دې دېوال د جوړولو لپاره پېشنهاد شوې بودجه تصويب کړي.

XS
SM
MD
LG