په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پرون پای ته ورسېد.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د امریکايي پلاوي مشري کوي، ویلي دي چې په دې خبرو کې سوکه خو ډاډمن پرمختګ شوی دی.
طالبانو هم په دې خبرو کې د مثبت پرمختګ خبر ورکړی دی.
طالبانو ویلي دي چې اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلامشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاری نیسي.
احمدتکل د دې خبرو پر نتایجو د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې له غړې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې ده.
مېرمن کړوخېل په پیل کې د دې خبرو په اړه د طالب چارواکو او امریکايي چارواکو د خوشبینانه څرګندونو په اړه خپل نظر څرګند کړ.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: