د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

فارین پاليسي: پاکستان د افغان کډوالو لپاره خپسکه ده، خو افغانستان هم ورته خوندي نه دی


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري، طالبان په داسې حال کې چې د سولې خبرې کوي د مرستندویه کارکوونکو پرضد نوې جبهه پرانیزي.

د مقالې په پیل کې راغلي دي، روانه اوونۍ چې کله طالبانو په کابل کې پر هغې موسسې برید کاوه چې امریکا یې تمویلوي، د دوی مذاکره کوونکو له امریکایي پلاوي سره د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کولې.

نیویارک ټایمز لیکي، طالبانو پخوا هم پر مرستندویه موسسو بریدونه کړې دي، خو د چهارشنبې په ورځ پر کاونټر پارټ نړیوالې موسسې د دوی برید ډېر سخت و، تر حملې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دستي مسؤلیت ومانه او پر ټوېټر یې د برید تفصیل ورکړ.

ورځپاڼه لیکي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پرمهال دې حملې ته چې پر ملکیانو وشوه، نه د امریکا پلاوي اشاره وکړه او نه هم طالبانو یاده کړه.

ورځپاڼه وړاندې څرګندوي، که څه هم طالبانو د افغان حکومت د اوربند وړاندیز د روژې په میاشت کې رد کړی دی، خو دا ژمنه یې کړې وه چې دوی به په دې سپیڅلې میاشت کې هغه اهداف په نښه نه کړي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

نیویارک ټایمز ليکي، په کابل کې د چهارشنبې د ورځې پر برید د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جان بس انتقاد وکړ، خو د امریکا د سولې د پلاوي مشر زلمي خلیلزاد پر دې پېښې خوله پټه کړه.

فارین پاليسي:

جګړو افغانان بې کوره کړي، بلې خپرونې فارین پالیسي د افغان کډوالو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په سرلیک کې راغلې دي چې پاکستان د دې کډوالو لپاره داسې دی لکه خپسکه، خو افغانستان هم دوی ته خوندي نه دی.

په دې مقاله کې لولو چې پاکستان په نړۍ کې د کډوالو د یوه لوی جمعیت کوربه دی او د هغوی د ایستلو لپاره هلې ځلې کوي.

خپرونه لیکي، پاکستان ګڼ هغه کسان خپل هېواد ته استوي چې کله یې هم هلته ژوند نه دی کړی.

په مقاله کې وړاندې د نازنین په نوم د یوې ۲۷ کلنې افغانې ژوند تصویر شوی چې په پاکستان کې زېږېدلې ده.

د دې مېرمنې پلار او مور په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل پرمهال له کابله وتلي وو.

فارین پالیسي لیکي، د نازنین په څېر په میلیونونو کسان چې په پاکستان کې د افغان کډوالو دوهم او درېیم نسل و، په دغه هېواد کې زېږیدلي، خو د پاکستان تابعیت یې نه دی ترلاسه کړی.

ویل کېږي چې د اوس لپاره څوارلس لکه افغان کډوال چې نومونه یې ثبت شوي دي، په پاکستان کې ژوند کوي او نږدې یو میلیون داسې افغانان هم شته چې د کډوالۍ له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسي.

نازنین فارين پالیسي ته ویلي دي چې خپل ماشوم ته اندېښمنه ده، ځکه که پاکستان په زوره وایستله، د بچي راتلونکی به یې په افغانستان کې روښانه نه وي.

فارین پالیسي بیا لیکي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو نښه نه ترسترګو کېږي، نو افغان کډوال ښایي اوس دې ته ډېر فکر کوي چې داسې هېوادو ته ولاړ شي چې هلته دایمي ژوند وکړي.

خپرونه وړاندې لیکي، پاکستان د نړۍ په هغو دېرش هېوادو کې یو دی چې هغو کسانو ته چې په خاوره کې یې وزېږي، پرته له څه قید او شرطه تابعیت ورکوي.

خو دا قانون یې پر افغان کډوالو نه دی پلی کړی.

XS
SM
MD
LG