د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

بلخ کې ناامنۍ د سوداګریزې پانګونې کچه کمه کړې


ارشیف، په حیرتان بندر کې د سوداګریزو توکو کانټینرونه
ارشیف، په حیرتان بندر کې د سوداګریزو توکو کانټینرونه

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې د مزار شریف-جوزجان او مزار شریف-کابل په لویو لارو کې د ناامنۍ د زیاتوالي له امله د سوداګریزې پانګونې کچه کمه شوې.

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدیر نصیر احمد قاسمي ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ولایت په لویو لارو کې د طالبانو د حضور او د سوداګریزو توکو او نفتي موادو د لېږد په کاروانونو د ناپېژنده وسله‌والو حملې د پانګونې د کچې د کمېدو لامل شوي.

ښاغلي قاسمي وويل چې ډېری له حیرتان او اقینې تجارتي بندرونو څخه وارد شوي توکي د مزار شریف-جوزجان له لویې لارې انتقالېږي چې د ناامنۍ له امله وسله‌والو مخالفینو تر اوسه څو لارۍ سوداګریز توکي تښتولي هم دي.

ښاغلي قاسمي زیاته کړه:

"د بلخ لویې لارې چي مزار شریف له جوزجان او کابل ولایتونو سره نښلوي د ناامنۍ له امله د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره خطرناکې دي او ملي سوداګرو د دا ډول ګواښونو له وجهې له بهرني هېوادونو څخه د توکو رالېږد کم کړی دی."

مسؤلان وايي چې طالبان په ناامنه سیمو کې د سوداګریزو توکو له انتقاله باج اخلي.

د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت
د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

د نفتي توکو او نورو خوراکي مالونو سوداګر هم د مزار شریف-جوزجان او مزار شریف-کابل په لویو لارو کې د شته نا امنیو په اړه اندېښمن دي.

د نفتي توکو سوداګر محمد کریم دولت‌زاده ازادي راډیو ته وويل چې طالبان د ناامنۍ په دلیل د حیرتان او اقینې بندر ترمنځ په لویه لار د تېلو ټانکرو ته اور ورته کوي او د سوداګریزو توکو په غلا کې هم لاس لري.

دی وايي:

"لویې لارې نا امنه دي. طالبان د نفتي موادو پر ټانکړو او د نورو سوداګریزو توکو پر لاریو حملې کوي او تېلو ته اور ورته کوي. د ناامنۍ له امله اړ یو چې ډېر توکي هېواد ته وارد نه‌کړو."

په همدې حال کې د بلخ امنیتي چارواکي دا ناامنۍ تأییدوي او وايي چې د مزار شریف-جوزجان د لویې لارې د تصفیې په خاطر عملیات پيلوي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل په‌دې اړه وویل:

"د سوداګرو اندېښنه پر ځای ده، د بلخ په لویو لارو کې مخالفینو فعالیت درلود. موږ په ځینو سیمو کې وسله‌وال ځپلي او د مزار شریف-جوزجان په لویه لار کې تصفیوي عملیات پيلېږي، څو سوداګریز توکي له تهدیده مصون شي."

یوازې بلخ نه‌دی چې د وسله‌والو مخالفینو فعالیت د پانګونې د کچې پر کمېدو اغیز لري، بلکې د کندز-کابل او کابل-کندهار پر لویو لارو هم د مخالفینو حملې د دې لامل شوي چې د سوداګریزو بندرونو له لارې د توکو رالېږد کم شي.

طالبانو تر ې مخکې د دوی له‌خوا له سوداګرو څخه د باج اخیستنې او د نفتي توکو د ټانکرو د سوځولو موضوع رد کړې ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG