د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۰

چارواکي: مشکوکو وسله‌والو په شمالي وزیرستان کې ۴ عسکر وژلي


ارشیف، د پاکستاني پولیسو یو انځور

په پاکستان کې امنیتي ځواکونه وايي چې مشکوکو وسله‌والو کسانو په شمالي وزیرستان کې څلور عسکر وژلي او ۱۰ نور یې زخمیان کړي دي.

یوه پاکستاني چارواکي چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط‌یې خبرې کولې، ویلي چې وسله‌والو پرون د مې په شپږمه دوه حملې کړې دي.

د هغه په وینا، حمله کوونکي د افغانستان د سرحد خوا ته تښتېدلي دي.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG