امریکا وايي، منځني ختیځ ته اضافي پوځي تجهیزات او جنګي الوتکې استوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وايي، منځني ختیځ ته د اضافي پوځي ځواک او تجهیزاتو د استولو هدف ایران ته له سوء تفاهم او خطا پاک او ښکاره پیغام ورکول دي چې د امریکا پر ګټو او یا يې پر متحدانو برید به له کلک ځواب سره مخ شي.
جان بولتون ویلي دي چې امریکا له ایران سره د جګړې غوښتونکې نهده، خو پوره چمتو ده چې د ایران د پوځ، سپاه پاسداران او یا يې که د نیابتي ډلو لهخوا حملې ته کلک ځواب ورکړي.
خو یوه امریکايي چارواکي د نوم نهښودلو په شرط روېټرز اژانس ته وویل چې تمه نهکېږي چې ایران به پر امریکايي ځواکونو برید وکړي.
منځني ختیځ ته د اضافي امریکايي ځواکونو د استولو خبره پهداسې وخت کې کېږي چې واشنګټن د هغه څه د مخنیوي لپاره چې بد اعماليې بللي دي، پر تهران فشارونه زیات کړي دي.
متحده ایالات له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت او پر ایرانيې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.
د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د تېرې اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې د ترکيې، جنوبي کوریا او جاپان په ګډون اتو هېوادونو ته له ایرانه د تېلو د پېرلو په خاطر له بندیزونو څخه د معافیت موده نوره نهغځوي.
د متحده ایالاتو د دې اقدام هدف د ایران د تېلو د صادراتو د کچې صفر کول دی.
دا پهداسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې او د دې اتحاديې هغو درېیو غړو هېوادونو چې له ایران سرهيې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه لاسلیک کړې ده، د امریکا پر دې پرېکړه خوشبیني ښودلې ده.