د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

اروپایي ټولنه: د افغان سولې لپاره باید له جګړې پرته پراخې ټول‌شموله مذاکرې وشي


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى رولانډ کوبيا
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى رولانډ کوبيا

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې له جګړې پرته د سولې ټول‌شموله او پراخې مذاکرې وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي، دغه ټولنه دا تأييدوي چې په‌کار ده دا وار له جګړې پرته پراخې او نورې هم ټول‌شموله مذاکرې وشي.

رولانډ کوبيا پرون ناوخته په خپل ټویټر کې ليکلي چې په تېرو څو مياشتو کې د مذاکرو تر څنګ په افغانستان کې جګړو هم دوام درلود.

ښاغلي کوبيا د سولې د مذاکرو پر مهال د جګړې بندولو غوښتنه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد له تازه بيان وروسته کړې ده.

زلمي خليل‌زاد چې له تېرې چهارشنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره د مذاکرو په شپږم پړاو بوخت دى، پرون په ټویټر کې ليکلي چې د جګړې د شدت د کمېدو لپاره د ټولو اړخونو توافق ضروري دى.

په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې له پاى ته رسېدو سره سم په ځينو ولايتونو کې د وسله‌والو طالبانو حملې بيا پيل شوې دي.

د بادغيس د ولايتي شورا يوه غړي محمد ناصر نظري ويلي، په قادس ولسوالۍ کې د جمعې ناوخته د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ٧ پوليس وژل شوي دي.

زلمي خليل‌زاد د پنجشنبې ناوخته هم ويلي وو، د دې وخت راغلى چې وسله‌وال طالبان وسله پر ځمکه کېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.

خو وسله‌والو طالبانو په يوه اعلاميه کې پر ځمکه د وسلې ايښوولو او د اوربند کولو غوښتنه رد کړې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي او د زلمي خليل‌زاد څرګندونو، دغه‌راز د حکومت له‌خوا اوربند او پخلاينې ته د شرايطو نرمولو ځيني کسان هيله‌مند کړي چې بالاخره به وسله‌وال طالبان روغه وکړي.

د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ملالۍ شينوارې وايي، داسې ښکاري چې د سولې په هڅو او مذاکرو کې ځيني پرمختګونه شوي دي.

ارشیف، د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ملالۍ شينوارې
ارشیف، د ولسي جرګې پخوانۍ استازې ملالۍ شينوارې

​دې زیاته کړه:

"له دغو خبرو داسې ښکاري چې ټول اړخونه غواړي چې سوله وشي، هغه لږ شکونه هم چې شته په خبرو به له‌منځه ځي، د ولس غږ دا دى چې بايد اوربند وشي، زه فکر کوم چې د زلمي خليل‌زاد غوښتنه د همدې ډاډ په ترڅ کې رامنځته شوې ده."

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون ازادي راډيو ته وويل، په روانو مذاکرو کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر د ولاړو شويو اختلافاتو حل ته نږدې شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره جمعه د سولې د مشورتي لويې جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت حاضر دى چې اوربند وکړي، خو په دې شرط چې طالبان هم ورته چمتووالى ولري.

جمهوري رياست پرون يو وار بيا د اوربند لپاره خپله غوښتنه تکرار کړه او ويې‌ويل، اوربند ته تيار دى، خو په دې شرط چې دوه اړخيز وي.

د جمهوري رياست مرستيال وياند عارف صميم پرون د خليل‌زاد وروستي ټویټ ته په اشاره ازادي راډيو ته وويل:

"که پر ځمکه د وسلو د ايښوولو منظور اوربند وي، حکومت ورته اماده دی، په دې شرط چې دوه اړخیز وي."

د زياتو افغانانو دا ارمان و چې د روژې له لومړۍ ورځې په هېواد کې اوربند ټينګ شي، روژه راغله، خو داسې ښکاري چې د سولې او اوربند راتلو ته لا مزل پاتې دى.

XS
SM
MD
LG