د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۰

ټرمپ: ونزوئلا کې د خلکو بې‌رحمانه ځپل دې سمدستي پای ورسېږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ونزوئلا کې د خلکو د بې‌رحمانه ځپلو د سمدستي پای ته رسولو لپاره غږ کړی دی.

ټرمپ دا غوښتنه وروسته له هغه کوي چې ښکاري د ونزوئلا د اپوزیسیون د مشر خوان ګواېدو له‌خوا د حکومت د پرځولو په مقصد د پوځي قیام غوښتنه ناکامه شوه.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د لمانځنې د ملي ورځې په مناسبت په وینا کې وویل:

"د ونزوئلا د خلکو بې‌رحمانه ځپل باید پای ته ورسېږي او باید سمدستي پای ته ورسېږي. خلک وږي دي، خواړه او اوبه نه‌لري په داسې حال کې چې ونزوئلا یو وخت یو ډېر شتمن هېواد و. نو موږ به مرسته ورسره وکړو."

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د ونزوئلا د وضعیت په اړه د بحث لپاره به راتلونکې اوونۍ سره وګوري.

امریکايي چارواکو پرون پنجشنبې وویل، مایک پامپیو او سرګي لاوروف به د مې په شپږمه نېټه په فنلنډ کې د ارکتیک شورا په غونډه کې سره وګوري او د بېلابېلو مسایلو په اړه به خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG