پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هره ممکنه مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې په پروسه کې د هر ډول ممکنه همکارۍ ژمنه کړې ده.
هغه پرون سې شنبه د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره په اسلاماباد کې تر یوې لیدنې وروسته دا خبره رسنیو ته کړې ده.
ښاغلی قریشي وايي:
"پاکستان هر ډول همکاري چې ممکنه وي، ترسره کوي. په نېک نیت. زموږ هیله او ارزو همدا ده چې افغانستان کې امنیت ټینګ شي او موږ ټول له دې امنیت ګټه واخلو."
اسلاماباد ته په سفر کې د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره د منځنۍ او جَنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الېس ولز هم ملتیا کوله چې په بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سربېرهیې د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او ځينو نورو مهمو پاکستاني چارواکو سره هم پرون سې شنبه او وړمه ورځ دوشنبه لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې لیکلي چې د دغه هېواد چارواکو ښاغلي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې د بینالافغاني خبرو د ګړندي کېدو او په افغانستان کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
پاکستان د بینالافغاني خبرو لپاره د هڅو ملاتړ کوي.
د بیان له مخې خلیلزاد د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې چې په افغانستان کې د سولې د پروسې د ملاتړ او د سیمې د ثبات او سوکالۍ د یوه پراخ لیدلوري لپاره کړي، وستایلې.
د افغانستان د سولې خاص استازي زلمي خلیلزاد د اپرېل له ۲۲مې سیمې او نړۍ ته د افغان سولې او پخلاینې د پروسې د هڅو په دوام خپل سفر پیل کړی چې تر دې دمهیې انګلستان، روسیه، افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي.
د ده سفر د مې تر ۱۱مې دوام کوي او قطر ته هم تلونکی دی څو له طالبانو سره خبرې وکړي.
په اسلاماباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د سیمهییزې اجماع د عملي کېدو وخت رارسېدلی دی.
زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته د خپل سفر په پای کې پر خپل ټویټر وویل، دې له هغه روله چې پاکستانیې غواړي د سیمهییزې اجماع په جوړېدو کې ولوبوي تشویق شوی.
زلمي خلیلزاد چې په تېرو دوو ورځو کې اسلاماباد کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت و، همدارنګه ویلي، پاکستان د بینالافغاني خبرو لپاره د هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن دی.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا له هر چا سرهیې چې لیدلي، دا درک کوي چې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.
په پام کې وه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنو وروسته هند ته سفر وکړي، خو نوموړي د سې شنبې په ماښام د خپل ټویټر په پيغامونو کې پهدې اړه جزئیات نهدي ورکړي.
دا سیمې ته د زلمي خلیلزاد اووم پرلهپسې سفر دی.
راپور: صفيالله ستانکزی