د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د مې په ۴مه اروپا ته ځي


آرشیف، اعضای تیم ملی کریکت افغانستان جهت ادای احترام به سرود ملی کشور دست به سینه ایستاده‌اند.
آرشیف، اعضای تیم ملی کریکت افغانستان جهت ادای احترام به سرود ملی کشور دست به سینه ایستاده‌اند.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د مې په څلورمه نېټه اروپا ته سفر پیلوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په دې اړه د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته داسې وويل:

"افغان کرکټ ملي لوبغاړي به د مې په څلورمه نېټه له کابله د اروپا پر لور سفر وکړي، هلته به له سکاټلنډ او ایرلنډ سره لوبې ولري چې د مې په ۸مه او ۱۰مه نېټه به له سکاټلنډ سره لوبې او په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه به له ایرلنډ سره لوبې وکړي."

دا سفر وروسته له هغه دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر ۲۴ ورځني سفر وروسته د شنبې په ورځ بېرته هېواد ته ستنه شوه.

افغان ملي کرکټ لوبډله جنوبي افريقا ته د تمرین په هدف تللې وه، چېرته چې يې په بېلابېلو برخو کي تمرینونه وکړل.

د دې سفر په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د غوراوي کمېټې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړ چې درې احتياطي لوبغاړي هم په‌کې شامل دي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې افغان کرکټ لوبډله به د اروپا په بېلابېلو برخو کې د نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبې وکړي او له بشپړ چمتووالي سره به په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG