د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي


د سولې د مشورتي لویې جرګې د تېرې ورځې یو انځور\ ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۲۹مه
د سولې د مشورتي لویې جرګې د تېرې ورځې یو انځور\ ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۲۹مه

نن د سې شنبې په ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي غړي ټاکل کېږي.

د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه د غونډې په لومړۍ ورځ ونه‌توانېده چې خپل اداري پلاوی وټاکي.

د دې جرګې د یو شمېر ګډونوالو په وينا، هغه مهال د پلاوي د غړو د ټاکل کېدو پر سر اختلافات رامنځته شول چې ټاکل شوې وه د دې پلاوي ټول اته غړي له دې پرته خپل کار پیل کړي چې د ټاکل کېدو په اړه‌یې د رأیو صندوق کېښودل شي.

فاطمه عزیز د سولې د مشورتي لويې جرګې له ګډونوالو یوه ده.

د سولې مشورتي لویې جرګې لومړۍ ورځ
د سولې مشورتي لویې جرګې لومړۍ ورځ

دې پرون ماښام له ازادي راډيو سره د جرګې د اداري پلاوي د ټاکل کېدو د ځنډ په اړه داسې وويل:

"تر ويناوو وروسته ټاکل شوې وه چې د جرګې اداري پلاوی د بېلګې په توګه مرستيالان او منشيان انتخاب شي او وروسته د کمېټو کار پیلېده، خو کله چې د اداري پلاوي د بشپړېدو پر لور لاړل، په انتصابي توګه‌یې يو ټيم معرفي کړ چې باید هغوی د جرګې مرستيالان او منشيان شوي وی، دا خبره د جرګې د یو شمېر غړو له‌خوا له مخالفت سره مخامخ شوه او هغوی وغوښتل چې د اداري پلاوي کسان باید انتخاب شي."

د سولې د لویې جرګې جوړوونکی کمېسیون وايي، د وخت له ضايع کېدو د مخنیوي په خاطر پرېکړه وشوه چې د جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکنې لپاره رأیې ورنه‌کړل شي.

د دې کمېسیون وياند سید علي کاظمي پرون د دوشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:

"له دې خاطره چې لږ وخت ونيول شي او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه څلور مرستيالان او څلور منشيان په نظر کې نیول شوي وو، په لاس پورته کولو سره له ښه مرغه وټاکل شول، خو په پای کې د کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو استازو اعتراض وکړ."

ښاغلي کاظمي زياته کړه چې نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي د غړو د ټاکلو لپاره د رأيې ورکولو صندوق ايښودل کېږي.

ده وويل چې نن به د اداري پلاوي له ټاکل کېدو وروسته کاري کمېټې جوړې شي.​د سولې د لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون ویاند سید علي کاظمي

​نوموړي زیاته کړه:

"بېلابېلې ۵۰ يا ۵۲ کسیزې کمېټې به جوړې شي چې د خلکو درنو استازو ته به په همدې چوکاټ کې ځای ورکړل شي، دوی به هم خپلې ټاکنې ولري او په انتخابي توګه به رئیس، مرستيال او منشي ولري او هغه بحثونه چې له طالبانو سره د مذاکراتو، د مذاکراتو د چوکاټ او د مذاکراتو د حدودو په اړه کېږي، راټول کړای شي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د سولې مشورتي لويې جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړي."

د سولې د لويې جرګې په رامنځته کېدو اصلي هدف له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو لپاره د چوکاټ جوړول دي.

دا جرګه پرون دوشنبه په کابل کې د کلکو امنیتي تدابیرو پر مهال جوړه شوه او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د دې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې څه باندې درې زره کسانو په دې جرګه کې ګډون وکړ.

د دې کمېسیون په وينا، شااوخو ۳۰ فیصده ګډونوال‌یې ښځې دي.

د سولې د مشورتي لويې جرګې رئیس عبدرب رسول سیاف پرون دوشنبه هيله څرګنده کړه چې هغه کسانو چې په دې جرګه کې يې له ګډونه ډډه کړې ده، په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.

۱۲ انتخاباتي ټیمونو د يکشنبې په ورځ په ګډه اعلاميه کې په دې جرګه کې ګډون رد کړ.

دوی د سولې مشورتي جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د انتخاباتو د ۱۸ کانديدانو د کمپاین برخه وبلله، خو ولسمشر غني د دې جرګې په پرانیسته کې دا ادعاوې رد کړې.

XS
SM
MD
LG